Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس له خپلې دندې استعفا وکړه

جېمز مټیس اعلان کړی چې له خپلې دندې د امریکا دفاع وزارت له پُسته استعفا کړې ده.

ښاغلي مټیس د خپلې استعفا خبر د پنجشنبې په ورځ اعلان کړ او دلیل یې د منځني ختیځ په اړه د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره سیاسي اختلافونه بللي دي.

د رپوټونو پر بنسټ، جېمز له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ټرمپ له پرېکړې سره مخالف دی. تېره ورځ ډونلډ ټرمپ، اعلان وکړ چې سوریه کې ټول ۲۰۰۰ امریکايي سرتېري وباسي.

ښاغلي مټیس ویلي چې هغه د فبرورۍ میاشت په وروستیو کې به د امریکا متحده ایالاتو له دفاع وزارت سره مخه ښه وکړي.

له دې سره جوخت، ډونلډ ټرمپ هم په خپل یوه ټوېټري پیغام کې ویلي چې ښاغلي مټیس خپله استعفا ما ته سپارلې او تر دوه میاشتو به له خپلې دندې استعفا وکړي.

ټرمپ ویلي چې ډېر ژر به د امریکا دفاع وزارت ته نوی دفاع وزیر غوره کړي.

په همدې حال کې، رسنۍ رپوټ ورکوي چې ټاکل شوې ډونلډ ټرمپ، څه باندې ۷ زره امریکايي سرتېري له افغانستانه بهر کړي.

دم‎ګړۍ څه باندې ۱۴ زره امریکايي سرتېري په افغانستان کې مېشت دي او افغان ځواکونو ته پر روزنې او مشورې ورکولو بوخت دي.

شریک یي کړئ