د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ښار ته نېږدې په یوه زندان کې د نښتې رامنځته کېدو له کبله ۲۹ بندیان او د زندان درې ساتونکي وژل شوي دي.
تاجکستاني چارواکي دوشنبې(د غويي په ۳۰مه نېټه) وايي نښته هغه مهال پیل شوې چې له داعش ډلې سره د تړاو په تور نیول شویو ۳۰ تنو بندیانو د زندان درې تنه ساتونکي یرغمل کړل او ویې وژل.
دا چارواکي وايي په زندان کې د نښتې یو لامل د تاجکستان د ځانګړو پولیسو د پخواني مشر، ګلمراد حلیوف زوی، بهروز ګلمراد وو.
بهروز ګلمراد ۱۹ کلن دی او تېر کال له داعش سره د یوځای کېدو په تور نیول شوی وو.
د راپورونو له مخې بندیان په چاقو او یو شمېر نورو وسلو سمبال وو.
د تېر زیږدیز کال په نومبر میاشت کې هم د «خُجند» ښار په بند کې د نښتې له کبله د زندان دوه ساتونکي او ۲۱ تنه بندیان وژل شوي وو.