د ایران ولسمشر، حسن روحاني شنبې(د کب په ۱۸مه نېټه) د پاکستان له لومړي وزیر، عمران خان سره د ټلېفوني اړیکې په ترڅ کې د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان د پوره هڅو غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي دي:«موږ نه غواړو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لسګونه کلونه دوستي او وروري د ترهګرو ډلو تر اغېز لاندې زیانمنه شي، چې موږ او تاسې پوهېږو دا چې دا ډلې به کوم ځایه وسلې ترلاسه کوي.»
روحاني څرګنده کړې چې دریم لوري ته باید د دې اجازه ورنکړل شي تر څو له اقداماتو د ایران او پاکستان د اړیکو په ترینګلتیا کې کار واخلي.
روحاني څرګنده کړې ده:«سره له دې چې موږ پوهېږو ترهګر د پاکستان له خاورې کار اخلي او ترهګریز بریدونه له هغه ځایه ترسره کوي، خو په تمه یوو چې پاکستان په خپله د ترهګرو پر وړاندې اقدام وکړي.»
روحاني تېره میاشت ایران کې پر پوله ساتو ځواکونو برید اغیزناکه بللی دی او زیاته کړې یې ده:«پوره چمتووالی لرو چې د پاکستان له پوځ سره د ترهګرو پر وړاندې چې شتون یې زموږ او ستاسو په ګټه نه دی اقدام وکړو. د پاکستان له خاورې د دې ترهګرو کارونه به د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.»
د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان ډاډ ورکړی چې دولت به یې د ترهګرو ځپلو په موخه خپلې پوره هڅې وکړي او اجازه به ورنکړي چې ترهګر د دوی له خاورې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران پر وړاندې بریدونه ترسره کړي.
عمران خان ویلي چې د ترهګرو ځالو ته ډېر نېږدې شوی دي او ډېر ژر به د ترهګرو پروړاندې د اقدام کولو په اړه د خوښۍ خبرونه خپاره شي.
ده ویلي:«دا د پاکستان په ګټه هم ده چې ترهګر زموږ له خاورې استفاده ونکړي، د پاکستان پوځ چمتو دی چې د ایران د پوځ لخوا د ورکړل شویو مالوماتو له مخې د ترهګرو پر وړاندې پرېکړه اقدام وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې ایران د یو شمېر بریدونو په تړاو په سیمه کې اسراییل، سعودي عربستان او امریکا متحده ایالات تورن کړي دي، خو یادو هېوادونو بیا دا تورونه رد کړي دي.