سوریه کې د بشري حقونو څار یوه ډله وايي چې په سوریه کې یو ځل بیا یوه ډله جنګیالي چې افغانان دي وژل شوي دي.
دا ډله زیاتوي، داعش ډلې د سوریې په ختیځ کې د یو برید پر مهال د دې هېواد د ولسمشر، بشارالاسد د رژیم پلویانو ۴۵ جنګیالي یو ځايي وژلي دي.
دغه بشري ډله وايي، وژل شوي کسان اکثره یې افغانان، عراقیان او د حزب الله د ملیشو اړوند وو.
په دې برید کې د ۲۶ داعش جنګیالیو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
دغه بشري بنسټ ویلي، په ایران کې مېشت شیعه افغانان د ایران د سپاه پاسدارانو لخوا د سوریې جګړې ته د فاطمیون لښکر کې جذبېږي او بیا د اسد د رژیم په ملاتړ جګړې ته استول کېږي.
د بشري حقونو د څار شبکه وايي، دا مهال د فاطمیون لښکر کې نږدې ۱۴ زره افغانان اخیستل شوي چې سلګونه جنګیالیو یې په سوریه کې سرونه خوړلي دي، خو لا هم د دغه لښکر د تلفاتو دقیقې شمېرې نشته.
بلخوا ایران وايي، دا افغانان په خپله خوښه سوریې ته تللي دي.