کولمبیا د سولې بهیر نوې برخه تجربه کوي. د فارک بلواګرې ډلې ۸ پخواني غړي، اوس په یوه سیاسي ګوند بدل شوي او د کولمبیا د کانګرس د نويو غړو په توګه یې لوړه وکړه.
هغوی وتوانېدل چې په ټاکنو کې لازمې رایې ترلاسه کړي او پارلمان ته لاره پيدا کړي.
د فارک ډلې او د کولمبیا حکومت دوه کاله وړاندې یو تاریخي هوکړه لیک لاسلیک کړ چې په دغه هېواد کې یې له پنځو لسیزو زیاته جګړه پایته ورسوله.
د دغه هوکړه لیک یوه برخه د فارک ډلې غړو ته د کانګرس د لسو څوکیو ورکول وو.
د کولمبیا ولسمشر وايي اوس د دغو کسانو وسله باید د هغوی خبرې وې.
د کولمبیا ولسمشر خوان مانویل سانټوز په دې اړه وايي:« هیله من یم چې د فارک غړي هغه څه ته چې مشرانو یې ویلي دي ژمن پاتې شي؛ یانې تر دې وروسته د هغوی یوازینۍ وسله خبرې وی.ښايي زموږ نظرونه یو نه وي؛ خو ډموکراسي باید وي.»
ظاهراً د فارک غړو چې کانګریس ته یې لاره موندلې ده چمتو دي چې د مبارزې نوې بڼه پېل کړي.
پخوانی بلواګر او د کولمبیا د کانګرس اوسنی غړی ویکټوریا سنډینو په دې اړه وویل:« مو د ولسمشر سانتوز له سیاسي هوډه چې د سولې هوکړه لیک یې ومانه ستاینه کوو؛ له لویو ستونزو سره سره موږ نن دلته یوو ترڅو د خلکو له حقونو په تېره بیا هغو برخو کې چې د سولې د هوکړه لیک یوه برخه ده دفاع وکړو.»
د فارک اورپکي دوه پنځوس کاله د کولمبیا له پوځ سره پر جګړې بوخته وه.
په دغو کلونو کې نېږدې ۲۲۰ زره تنه ووژل شول او زرګونه نور لا هم تري تم دي.