د ترکیې د ټاکنو عالي شورا وایي، د ترکیې ولسمشر، ښاغلي رجب طیب اردوغان د تېرې ورځې(یکشنبې د چنګاښ۳مه) ټاکنو کې ډېرې رایې خپلې کړې دي.
د ترکیې د رسنیو د راپور له مخې تراوسه ۹۹ سلنه رایې شمېرل شوې چې له دغې ډلې ښاغلي اردوغان ۵۳ سلنه اوسیال یې ۳۱ سلنه رایې خپلې کړې دي.
د ترکیې په ولسمشرېزو ټاکنو کې څلور نورو نوماندانو شاوخوا ۸ اعشاریه ۵ سلنه رایې خپلې کړې ډي.
بل خوا د ښاغلي اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند کولای شي چې په پارلماني ټاکنو کې د ۴۲ سلنو رایو په خپلولو او همغږي یې د ۱۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د د پارلمان ډیری څوکۍ خپلې کړي.
د ترکیې خلک د ولسمشر ترڅنګ د پارلمان ۶۰۰غړو ته هم رایه ورکوي.