د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي چې امریکا به هېڅ کله بریالۍ نهشي چې دغه هوکړهلیک لغوه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي دي چې ایران د امریکا متحده ایالاتو د امنیت په وړاندې یو ګواښ دی.
د ایران ولسمشر وايي چې د امریکا متحده ایالات نهشي کولای د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د ایران اټومي هوکړهلیک لغوه کړي.
حسن روحاني زیاته کړه:«برجام پاتې کېږي، موږ خپله لارې ته دوام ورکوو.»
حسن روحالني چې د دغه هېواد د حکومتي مشرانو په ټولګه کې وینا کوله، وویل چې امریکا د روان کال په لړ کې د خپلو هڅو سربېره، نه ده توانېدلې چې اټومي هوکړهلیک ته زیان ورسوي او دا کار به په راتلونکي کې هم ونه شي کړای.
د ایران ولسمشر حسن روحاني څرګنده کړه:«له برجام څخه دوه کاله تېرېږي، په یوه وروستي کال کې څو ځله امریکایان راغلل چې برجام له منځه یوسي، خو تر ننه نه دي توانېدلي. زما په باور تر پای به هم ونه شي کړای.»
پنځه جمع یو هېوادونو سره د ایران اټومي هوکړه، د ۲۰۱۴ زیږدیز کال په نوامبر میاشت کې ترسره شوی او د ۲۰۱۵ کال په جون کې وغځېد.
خو د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ له بریا څخه وروسته، هغه ګواښ وکړ چې له ایران سره به دغه هوکړهلیک له منځه یوسي.