د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف او لور یې مریم نواز د بند د مودې د تېرولو په موخه بندخونې ته ولیږدول شول.
یاد دوه کسان تېره ورځ له عربي متحده اماراتو څخه لاهور ته ورسیدل او له رسیدو سره سم د امنیتي ځواکونو ونیول. پاکستان کې محکمې نواز شریف پر لس او لور یې د اختلاس او مالي فساد په تور پر اووه کاله بند محکوم کړي دي.
نواز شریف په اسلام آباد کې ادیاله بندخونې ته ولیږدول شو او ویل کیږي چې لور یې د بند موده د امنیتي ځواکونو په یوې ویلا کې تېروي.
له دې سره، د نواز شریف پلویان بیا په لاهور کې له پولیسو سره ښکیل شول.
دا په داسې حال کې ده چې د نواز شریف زوم، محمدصفدر (یکشنبې د چنګاښ۱۷مه) د پاکستاني چارواکو لخوا ونیول شو.
د پا کستان فساد ضد ملي دفتر ویاند ویلي وه چې صفدر په خپله ځان سپارلی دی، نوموړی د جمعې پر ورځ راولپنډي کې له خپلو پلویانو سره په یوه غونډه کې وه.
دې دفتر همداراز له رسنیو غوښتنه کړې ده چې د صفدر خبرې په ژوندۍ بڼه خپرې نه کړي، ځکه چې د دې هېواد د رسنیو د مقراراتو خلاف دي.
د نواز شریف ګوند د عمران خان تحریک انصاف ګوند سره په سخته سیالی کې دی.
نواز شریف او لور یې پر دوی له تورونو انکار کړی او ویلي دي چې د فساد ضد ملي دفتر باید په خپله غوښتنه کې بیا کتنه وکړي.
شریف د خپل ځان محکومېدل، سیاسي انګېره بولي.
نواز شریف په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د پاکستان عالي دیوان لخوا له سیاست څخه ګوښه شو او د هغه د زوی شرکت لخوا د لسو زرو د اماراتو درهمو په اړه د راپور نه ورکړې په اړه چې د زوی شرکت لخوا ورکول کېدې له سیاست څخه محروم شو. شریف د یاد معاش اخیستل رد کړي دي.