هند کې د کرونا ویروس اوسمهال د دغه هېواد پولیسو ترمنځ خپور شوی دی، او د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه هېواد کې زرګونه پولیس پر یاد ویروس اخته شوي دي.
هند کې د نړۍ په کچه تر ټولو سخت ګرځبندیز پلی شوی دی او دغه ګرځپندیز نېږدې درې میلیونه پولیس اداره کوي.
د هند د پولیسو چارواکي وايي چې تر اوسه دغه هېواد کې ۱۵ زره پولیس پر کرونا ویروس اخته دي او وروستۍ اوونۍ کې د پولیس د اخته کېدو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.
د پولیسو یو افسر چې د نوم نه خپرېدو غوښتنه یې کړې، ویلي یې دي:«تر اوسه څلور پولیس د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي او۴۵۰ تنه په دې وروستیو کې پرې اخته شوي دي.»
هند کې د مې میاشتې په ۲۵مې نېټې ګرځبندیز پیل شوی، خو بیا هم دغه هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له ۵۰ زرو زیات شوی دی.
په همدې حال کې یاد هېواد کې د کرونا یروس له کبله ۱۵۹۴ تنه مړه شوي هم دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ګجرات ښار کې چې د هند لومړی وزیر، نرندرا مودي هم په کې اوسیږي، ۱۵۵ تنه پولیس په کرونا اخته شوي دي.