د پاکستان له خوا د هند نیول شوی پيلوټ ابهینندن ورتمان تېره شپه د «واګه» په سرحدي بندر کې د پاکستان پوځيانو لخوا هندي هوايي ځواکونو ته وسپارل شو.
دغه هندی پیلوټ، دوه ورځې د پاکستاني ځواکونو په بند کې و. هغه د تېرې چهارشنبې په ورځ له هغې وروسته د پاکستاني ځواکونو لخوا ونیول شو چې الوتکه یې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې لوېدلې وه.
پاکستان ویلي چې هغه د یوې سولهییزې کړنې په توګه ازادوي.
د هند او پاکستان ترمنځ شخړې یوځل بیا له هغې وروسته زیاتې شوې چې د سېشنبې په ورځ، هندي جنګي الوتکو، پاکستان کې د جیش المحمد جنګیالیو یو مرکز په نښه کړ او د هندي چارواکو په وینا د دغې ډلې یو ډېر شمېر غړي یې لهمنځه وړي دي.
د جیش المحمد ډلې دوه اوونۍ مخکې کمشیر کې پر هندي امنیتي ځواکونو د هغه برید پړه منلې، چې ۴۴ هندي امنیتي ځواکونه په کې وژل شوي وو.
بلخوا د پاکستان ملي پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هند هوايي ځواک دوه الوتکې یې نسکورې کړې دي. د رپوټونو پر بنسټ، یوه له دغو الوتکو د هند کشمیر کې او بله یې هم د پاکستان کشمیر کې لوېدلې ده.