پاکستاني چارواکي د پیسو نړیوال صندوق سره د ۶ میلیارډو ډالرو د ترلاسه کولو له هوکړې خبر ورکوي.
د پاکستان د مالیې وزیر او د دې هېواد د لومړي وزیر سلاکار، عبدالحفیظ شیخ وايي د شوې هوکړې له مخې به د پیسو نړیوال صندوق د دریوو کالو لپاره ورته شپږ میلیارډه ډالره پورورکړي.
نوموړي چې د پاکستان دولتي تلویزیون کې خبرې کولې زیاته کړې:«د مالي مرستې په برخه کې د پیسو له نړیوال صندوق سره د ۶میلیارډه ډالرو باندې د دریو کالو لپاره هوکړې ته رسېدلي یوو.»
د دې ترڅنګ د پاکستان د مالیې وزیر وايي هېواد به یې له دوو تر دریوو میلیارډه ډالره د نورو نړیوالو بنسټونو هم ترلاسه کړي.
پاکستان مخکې له دې هم د پیسو له نړیوال صندقه پېسې ترلاسه کړې وې، خو داسې اندېښنې شته چې دا هېواد به اخیستل شوی پور چین ته د سیپک پروژې لپاره ورکړي.
په همدې حال کې پاکستاني چارواکي وايي چې اخیستل شوی پور باندې به د اقتصاد په برخه کې پانګونه وکړي.