په اندونیزیا کې د زلزلې او سونامي د قربانیانو شمېر زیاتوالی موندلی او څه باندې یو زره او ۲۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
له دې سره جوخت، په ډلهيیزه توګه د دغې پېښې د قربانیانو خاورې ته سپارل پیل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د زیانمنو سیمو اوسېدونکي اوبو او خوراکي توکو ته اړتیا لري او په ځينو برخو کې، خلکو د خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره پر مغازو ور توی شوي دي.
تر دوشنبې پورې د قربانیانو شمېر ۸۴۴ تنه وو.
د اندونیزیا له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند سوټوپو پوروو نوګروهو د قربانیانو د مرګ ژوبلې د ډېروالي په اړه وویل:«موږ یو زره او ۲۳۴ تنه مړي شمېرلي دي.»
اخوا، د ژغورنې عملیات تراوسه هم روان دي؛ خو د ورانو او ویجاړو دېوالونو لاندې د قربانیانو موندل هغه هم په هغې سیمه کې چې څو کیلومټره پراختیا لري اسانه کار نه دی.
د اندونیزیا ملي پوځ هڅه کوي چې ټپيان روغتون ته ولېږدوي.
په همدې حال کې، په ځينو زیانمنو سیمو کې، په ځانګړې توګه لیرې پرتو سیمو کې خلک د دولتي مرستو له نه رسېدو شکایت لري.
تر ټولو ستره ستونزه د اوبو او خوراکي توکو کموالی دی.
د سولاویستي ټاپو اوسېدونکی امام بوهوري څرګنده کړه:«دغو سیمو ته هېڅ مرسته نه ده رسېدلې. موږ اوبه او خواړه نه لرو.»
مرګونې زلزلې او سونامي، د شنبې په ورځ د دغه هېواد سولاویسي ټاپو په کلکه زیانمنه کړه.
د اندونیزیا هېواد تراوسه له نړیوالو مرسته نه ده غوښتې.
بل پلو، د دغه هېواد پوهان وايي چې تراوسه هم د نورو زلزلو وېره شته.