د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین د څلورم ځل په دې هېواد کې ټاکنې وګټلې او لوړه یې وکړه، دی به د راتلونکو شپږو کلونو لپاره د روسیې ولسمشر وي.
پوتین ۶۵ کلن دی او نن(دوشنبې د غويی۱۷مه) د مسکو په کرملین ماڼۍ کې لوړه وکړه. کابو ۱۸ کاله کېږي چې دی د روسیې پر واګي ناست دی.
ښاغلي پوتین په ۱۹۹۹ زیږدیز کال کې د روسیې ځواک ترلاسه کړ او دوه میاشتې مخکې په دې هېواد کې لکه څنګه یې چې تمه کېده کابو ۷۷ سلنه رایې خپلې کړې او د څلورم ځل لپاره واک ته ورسید
ده د لومړې پرمهال وویل چې په روسیه کې به د تلپاتې سولې او پراختیا لپه هڅې وکړي.
پوتین څرګنده کړه:«زه په خپل ژوند کې دا خپله دنده بولم، هغه څه مې چې له لاسه کېږي د سولې او د روسیې ټیکاو او د خلکو هوساینې لپاره وکړم.»