د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د پاکستان او هند له بهرنیو چارو وزیرانو سره غږېدلی او دواړه لوري یې د امن د فضا ساتلو او د تاوتریخواليو راکمولو ته هڅولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې مایک پومپیو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي سره خبرو کې ټینګار کړی چې پاکستان باید خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو په ځپلو کې معنادار رول ادا کړي.
ښاغلي پومپیو همداراز د هند د بهرنیو چارو وزیرې، سوشما سوراج سره هم په خبرو کې د نوي ډیلي او واشنګټن ګډو امنیتي همکاریو ته په اشارې سولې او امنیت په اړه د دواړو هېوادونو پر موخو ټینګار کړی دی.
پاکستان تر دې وړاندې له امریکا غوښتي وو چې واشنګټن دې ژر تر ژره پر پاکستان د هند برید وغندي.
دا په داسې حال کې ده هندي چارواکي وايي د پاکستان درې جنګي الوتکې چې د هندي کشمیر فضا ته د ننه شوې وې، د هندي الوتکو سره تر مخامخ کېدو بېرته تللې دي.
پاکستان بیا ادعا کوي چې د کشمیر په فضا کې یې د هند یوه جنګي الوتکه ویشتلې ده. دې پېښه کې د دوو پيلوټانو او یوه ملکي کس له وژل کېدو خبر ورکړل شوی.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې پاکستاني پوځ د یو هندي پيلوټ هم نیولی دی.