د پاکستان پوځ خبر ورکړی چې د دې هېواد لوړپوړي پوځي چارواکو له هندي چارواکو سره تېره ورځ سېشنبې په کشمیر سیمه کې د اوربند هوکړه کړې ده.
دا په تمې لیري هوکړه په داسې حال کې شوې ده چې په دې وروستیو کې کشمیر کې د دواړو هېوادونو نښتو کې لسګونو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
خو په دې وروستیو کې د هند او پاکستان د پوځ مشرانو په خپلو خبرو اترو کې هوکړه کړې تر څو په کشمیر کې اوربند وکړي.
په هغو اعلامیو کې چې دواړو خواو خپره کړې ده د تېر په څېر یو بل په سیمه کې د اوربند په نقض نه دی تورن کړی.
په اعلامیه کې همداراز راغلي دي چې دواړو خواوو هوکړه کړط ده چې د ۲۰۰۳ زیږدیز کال د اوربند هوکړه به په بشپړه توګه پلې کوي او ډاډ به ترلاسه کوي چې نور دا هوکړه نه نقض کیږي.
هوکړه شوې ده چې د ستونزې رامنځته کېدو سره به سیمهيیز قومندانان د تلفون او ناستو په ترڅ کې د میکانیزم په کارولو له هواروي.