د لبنان پلازمینه بیروت ښار د شنبې(د زمري په ۱۸مه نېټه) د قهرجنو کسانو د اعتراضونو شاهد وو او دوی د تېرې اوونۍ سې شنبې درنې چاودنې ګرم حکومت بولي.
اعتراض کوونکو وزارتخونې تسخیر او له پولیسو سره ونښتل، دوی په نړیواله کچه یې د د پېښې د څېړنې غوښتنه کوله.
دوی همداراز د لبنان ولسمشر، حزب الله او ایران ضد شعارونه ورکول.
د لبنان د روغتیا وزارت وايي چې چاودنه کې ۱۸۵ کسان وژل شوی او له ۶ زرو ډېر ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې ۲۱ تنه تر اوسه ورک دي.
د دغه هېواد لومړي وزیر دغه هېواد کې د سیاسي حل لارې او له وخته مخکې د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده.
حسان دیاب په دې اړه ویلي دي:«له مخته مخکې ټاکنو بغیر له دې سیاسي ناورین نه وتل امکان نلري. موږ باید یوه سیاسي طبقه او تازه پارلمان ولرو.»
له بلې خوا لبنان کې د مسیحیانو جوړ کتائب ګوند یو مشر د نزار نجاریانو هم د سې شنبې چاودنه کې وژل شوي دی او له کبله یې د دغه هېواد پر ولسمشر نیوکې زیاتې دي.
د یاد ګوند غړو د اعتراض په ډول پالمان کې له خپلو څوکیو استعفا ورکړه. د ګوند اوسنی مشر، سامي جمایل ویلي دي:«دا د پخواني او اوسني لبنان ترامنځ پوله ده او زموږ د ګوند پخوانی مړه شوي مشر ته وایو چې ستا ملګرو پرېکړه کړې څو له پارلمانه استعفا ورکړي.»
تېرو ورځو کې د ځینو هېوادونو مشران بیروت ته د چاودنې ځای لیدو ته ورغلي او د مرستو اعلان یې کړی. د عربو اتحاد رییس په دغو چارواکو کې شامل دی.
احمد ابوالغیث وايي:«زه لبناني چارواکو ته د عربو اتحاد د ملاتړ ډاډ ورکوم او د مرستو بسیج کولو ډاډ ورکوم.»
بیروت کې د چاودېدونکو توکو د یوې زېرمې چاودنې له کبله ډېر زیانونه واوښتل، دغه توکي د اوو کالو راهیسي د بیروت بندر کې ساتل کیدل.
اوس مهال د لبنان پر حکومت او سیمه ییزو مسوولینو د چاودېدونکو توکو ساتنه کې د بې غوری له کبله تر نیوکو لاندې دي.