Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په وروستي یوه کال کې د اوبو رسونې د څه باندې ۱۰۰ پروژو بشپړېدل

د کلیو د بیارغاوني او پراختیا وزارت ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په مالي مرسته ګټې اخیستنې ته د اوبو رسونې د څه باندې سلو پروژو د سپارل کېدو خبر ورکوي.

 د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت د کلیو د بیارغاونې د چارو مرستیال سید احمد مستقیم وایي چې ټاکل شوې، په هېواد کې د اوبو رسونې په برخه کې سلګونه نورې پروژې عملي شي، چې په وینایې د دغو پروژو په پلې کېدو سره به د څښاک پاکو اوبو ته د مېلیونونه هېوادوالو د نه لاسرسي ستونزه حل شي.

سید احمد مستقیم په دې هکله زیاته کړه:«د کابل، لوګر، کاپیسا، پروان او بادغیس په ولایتونو کې د څه باندې ۲۰۴ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۳۵ کیلومټره سړک کانکرېټ، کرېړل او د جعل اچونې پروژې تطبیق او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.»

بل خوا، د دغه وزارت د دفتر رییس ټينګار کوي، چې پروسږکال د اوبو رسونې پروژې، د حفظ الصحې پروګرامونه، د استنادي دېوالونو جوړېدل او د کلیو د سړکونو رغونه د دغه وزارت تر ټولو لوی فعالیتونه وو.

د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت د دفتر رییس میرزا محمد شکیب وايي:«د پاکو اوبو د رسولو په برخه کې، د استنادي دېوالونو رامنځته کول او د کلیو د سړکونو په جوړولو کې ډېرې پروژې تطبیق او ځينې یې د تطبیق په حال کې دي.»

د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت شمېرې ښيي، چې په وروستي یوه کال کې د دغه وزارت له لوري نږدې ۴۰۰ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي او د اوبو رسونې له شاوخوا ۴۷۰ نیمګړو پروژو نه تېر کال د ۱۰۰ دغو پروژو چارې بشپړې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه