Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوګر د خروار ولسوالۍ د اوبو بند د نړېدو له ګواښ سره مخ دی

د لوګر د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې په تېرو دوو لسیزو کې د حکومتونو د نه پاملرنې، د جګړو، د موسمي سېلابونو او په بند کې د رسوباتو د راټولیدو له امله دغه بند ته زیان رسېدلی دی.

دوی زیاتوي چې په تېرو کلونو کې د بند د ځمکې ځینې برخې هم د غاصبانو له لوري غصب شوې دي.
                      
د لوګر د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي، محب الله وصال، طلوع نیوز ته و ویل: « د خروار بند بشپړې بیارغونې ته اړتیا لري، یانې دغه بند د لمنځه تللو د ګواښ سره مخ ده. که تاسو وګورئ د دغه بند دروازه، تیږې، او پوښونه چې په تېر کې جوړ شوي وو، د لمنځه تللو په حال کې دي او بیارغونې ته اړتیا لري.»
                    
د لوګر د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي، نصرت الله عاکف، په دې تړاو وايي:«هغه تخنیکي وسایل چې په وو، په تېر انقلاب کې خراب شوي او له کاره لویدلي دي»
                    
د لوګر د خروار ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي، محمدلايق ساحل، هم په دې تړاو وویل:«خلکو د دغه بند په خوا کې کرنې پیل کړي، که دغه بند نور هم تخریب شي نو خلک به د لوی زیان سره مخ شي.

د یادې ولسوالۍ ځینې نور اوسېدونکي بیا وايي که د دغه بند بیارغونې ته جدي پاملرنه ونه‌شي، ښایي پاتې برخې یې هم د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخې شي.
                
د لوګر د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي، حضرت الله عابد، په دې تړاو څرګندوي:«د اسلامي امارت څخه غواړو تر څو د دغه بند په بیارغونه کې زموږ سره مرسته وکړي، د دغه بند له کبله د لوګر او د څرخ ولسوالۍ زیانمنه کیدای شي او د خروار ولسوالۍ لپاره ډېر ارزښتناکه بند دی.»
                    
د لوګر د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي، عابد الله هم په دې اړه زیاته کړه:«دغه بند ته دې پاملرنه وشي، تر څو د سېلابونو په راوتلو سره زیانمن نه‌شي. ځکه چې د لوګر د څرخ او خروار ولسوالۍ لپاره ډېر ارزښتناکه ده.»

د خروار ولسوالۍ د اوبو بند د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی دی. 

خو د لوګر سیمه‌ییز مسوولان ډاډ ورکوي چې د خروار بند د بیارغونې په موخه څه باندې سل مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوي چې ډیر ژر به یې چارې پیل شي.

د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په تېرو کلونو کې د بند د ځمکې ځینې برخې هم د غاصبانو له لوري غصب شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه