Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا: اسلامي‌ امارت دې د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره ګامونه پورته کړي

امریکا له اسلامي امارته غوښتي چې د نړۍ لخوا د رسمیت پېژندل کېدو لپاره ګامونه پورته کړي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند تازه له اسلامي امارت څخه  غوښتي چې د بیان ازادۍ ته دې درناوی وکړي او د خپلو خلکو مشروع غوښتنې ومني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند  ماتیو مېلر و ویل: «موږ له طالبانو خپلو غوښتنو ته دوام ورکوو چې د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره ګامونه پورته کړي او د خپلو خلکو د مشروع غوښتنو ځپلو ته پای ټکی کېږدي. دا هغه کار دی چې موږ کړی او لا هم ورته دوام ورکوو.»

اسلامي امارت بیا وايي، له نړۍوالې ټولنې سره  پر خپلو ټولو کړو ژمنو ولاړ دي او له نړۍ سره چې یې هره ژمنه کړې، عملي کړې یې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: «اسلامي امارت د افغانستان خلکو حقونو او نړۍوالو اصولو ته ژمن دی او هغه شرطونه یې هم پوره کړي چې یو هېواد یې باید د رسمیت پېژندلو لپاره پوره کړي. له بده مرغه ځینې هېوادونه خپلې شخصي غوښتنې د پلمې په توګه کاروي او غواړي چې فشار وارد کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې اړه و ویل: « اسلامي امارت دې کلک ګامونه واخلي چې نړۍواله ټولنه موږ په رسمیت وپېژني، له ضد کولو باید موږ تېر شو او داسې کارونه وکړو چې د نړۍ پام افغانستان ته راواړوو.»

تر دې مخکې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر ویلي و، اسلامي امارت به د نړۍ له لوري د رسمیت پیژندنې لپاره پر اسلام او د خلکو پر حقونو معامله و نه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه