د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رییس نجیب الله احمدزي د استعفاء په اړه د رپوټونو له خپرېدو وروسته، د دغه کمېسیون ویاند د دغه ټاکنیز بنسټ د رییس کوښه کېدل رد کړل.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد، نن چهارشنبې طلوع نیوز ته وویل چې تراوسه یې په رسمي توګه د ښاغلي احمدزي د استعفاء په اړه کوم لیک نهدی لیدلی، او همدارنګه د هغه د ګوښه کېدو په اړه له ولسمشرماڼۍ څخه هم کوم لیک نه دی راغلی.
ښاغلي صیاد وویل چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس د خپلو شخصي ستونزو له امله نن(چهارشبنې د لړم په ۱۷ مه) دغه کمېسیون ته نه دی راغلی.