د ټاکنو خپلواک کمېسیون حکومت ته ګواښ کوي، کهچېرې کمېسیون ته یو کس د غړیتوب لپاره معرفي نه کړي، د کمېسیون اداري پلاوی به په خپلو کې ټاکنې وکړي او یو کس به د رییس په توګه وټاکي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرپرسته، پر حکومت د ناغېړي تور لګوي او وایي له کمېسیونه لږ ملاتړ کوي.
د کمېسیون سرپرستې دا خبره هم کړې چې د ټاکنو کمېسیون د کارونو د اسانتیا لپاره د حکومت هڅې بسندویه نه دي.
خو ارګ وایي حکومت هڅه کوي ټاکنې په اعلان شوې نېټه ترسره شي او کمېسیون به د غړیتوب لپاره یو کس هم وټاکل شي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړي د دوی په وړاندې د حکومت د بې پامۍ په غبرګون کې سره راغونډ شوي او د حکومت د بې پامۍ روښانه بېلګه د حکومت لخوا د نوموړي کمېسیون د یوه غړي نه غوره کول ګڼي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالبدیع صیاد وویل:«له حکومته غواړو چې دا دی دا ۲۰ ورځې هم پای ته ورسېږي او د دغو ۲۰ ورځو په اوږدو کې د ټاکنو کمېسیون ته یو غړی معرفي نه شي، کمېسیون د اداري پلاوي په منځ کې خپلې ټاکنې کوي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې باور دی که حکومت مالي سرچینې برابرې او همداراز امنیت ټینګ کړي ټاکنې به په ټاکلي وخت ترسره شي.
د ټاکنونو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله او سرپرسته وسیمه بادعیسي په دې اړه وايي:«موږ په ۱۳۹۷ لمریز کال کې دا چمتووالی لرو خو د دې په شرط چې حکومت دغې مسلې ته ډېره پاملرنه ولري.»
خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دغو ټولو اندېښنو ته د حکومت ځواب څه دی؟
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینهپال په دې اړه څرګنده کړه:«حکومت ژمن دی چې ټاکنې ده هغه په ټاکلي وخت کې ترسره شي. د امنیتي او مالي ستونزو لپاره لازمې تابیاوې نیول شوي دي او د دغه کمېسیون د رییس ګمارل به هم د قانون پر بنسټ وي.»
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ریاست د برخلیک د نه روښانه کېدو ترڅنګ، د دغه کمېسیون د دارالانشا ریاست برخلیک هم جوت نه دی.
ښاغلی وریماچ وايي چې په منظمه توګه خپل کار ته دوام ورکوي، خو د دې کمېسیون غړي له حکومته غواړي په دې هکله هم روښانه پرېکړه وکړي.
د ټاکنو دخپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس امام محمد وریماچ وویل:«زه د دولت یو کارکوونکی یم او ولسمشر په هغه صورت کې چې زموږ په نشتون کې ملي ګټې تامینېږي موږ هېڅ خبره نه لرو.»
له دې سره سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون په راتلونکو ټاکنو کې د کاغذي تذکرو د کارولو په اړه حکومت ته د دې کمېسیون د نوې طرحې د لېږلو خبر ورکوي.
ښاغلي صیاد په دې اړه زیاته کړه:«دغه طرحه حکومت او مالیې وزارت ته د هغې د بودیجې د تامین لپاره لېږل شوې ده.»
د دغه کمېسیون غړي په دې باور دي که دا طرحه د حکومت لخوا تایید شي، راتلونکي ټاکنې به په لږ مالي لګښت ترسره شي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړي رفیع الله بیدار په دې اړه زیاته کړه:«دا به ډېرې کمې پیسې وي چې د افغانستان په ټاکنو کې به لګول کېږي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې وروستیو کې د رایو د مرکزونو ارزونه پای ته رسولې او د رایو څه د پاسه ۷ زره او ۳۵۰ مرکزونه یې په ګوته کړي، خو څه د پاسه ۱ زره او ۷۴۰ نور مرکزونه د ناامنیو له امله نه دي ارزول شوي چې د رایو د ټولو مرکزونو ۲۴ سلنه جوړوي.