د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې (د تلې په ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ووايي چې یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې له چاودېدونکو توکو څخه ډک مازدا ډوله موټر نه په استفادې د کابل په ښار کې ځانمرګی برید ترسره کړي، موخې ته له رسېدو وړاندې د پولیسو له خوا ونیول شو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د ملي پولیسو ځواکونو دغه ترهګر تېره شپه د کابل ښار د بنځمې حوزې په اړونده سیمه کې له پېژندو وروسته چې د پولیسو د درېدو غږ ته غوږ کې نه ښود، د پولیسو د ډزو په پایله کې له ټپي کېدو وروسته ونیول شو.
خبرپاڼه زیاتوي:«په دغه بار وړونکي موټر کې ۳۰ بوشکې چاودېدونکي توکي او دوه ستر بمونه د بادزنجان رومي د کرېتونو لاندې ځای پر ځای شوي وو چې د کابل د امینه قومندانۍ د انجینرۍ ډلې له خوا شنډ کړل شول.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې د دښمن د دغې توطیې له شنډولو سره یې په کابل کې د یوه ستر خونړي برید مخه نیولې ده.