د بلخ د ولایتي شورا ځینې غړي او د دغه ولایت اوسېدونکي، په دغه ولایت کې د نامسووله وسلهوالو کسانو له تګ راتګ څخه اندېښمن دي.
هغوی وايي چې د دغو وسلهوالو فعالیت، د سیاسي شخړو له زیاتېدو وروسته زیاتوالی مومندلی دی.
د بلخ د ولایتي شورا غړې لاله وايي:«نامسووله وسلهوال، له دغو رامنځته شویو شخړو څخه په استفادې سره زیات شوي، ګډوډۍ هم زیاتې شوي دي.»
هغې زیاته کړه:«موده مخکې یو ځان پر موټرسایکل سپرو غلو له خوا ووژل شو او زموږ د ډېریو هېوادوالو جېبونه یې هم تش کړل.»
اخوا د مزار شریف ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په دې وروستیو کې غلا زیاته شوې ده.
دوی د موټر سایکل سپرو غلو له زیاتوالي اندیښنه لري او له پولیسو غواړي له دغو کسانو مخنوی وکړي.
د مزارشریف اوسېدونکي محمد فیاض په دې اړه وویل:«د پولیسو رنجر ولاړ وه د هغه له مخې یې د یوه کس موبایل وتښتاوه، په داسې حال کې چې رنجر لګېدلی هم وه د غله د نیولو لپاره یې اقدام ونه کړ.»
اخوا د بلخ امنیه قومندان د وسله والو غلو د پېژندلو او نیولو په موخه له هڅو خبر ورکوي.
د بلخ امنیه قومندان جنرال سید کمال سادات وايي:«د دوی لپاره (د حوزو امرینو ته) یو میاشت وخت ورکړی د سلواغې تر ۲۰ مه کهچېرې قانوني چلند ونه کړي، غل ونه نیسي، سم امنیتي تابیاوې نه نیسي له هغوی سره حساب کېږي؛ د هېڅ حوزې د امر او د هېچا مراعات نه کوو! مسوول پېژندل کېږي ښايي چې دنده هم له لاسه ورکړي.»
له بلخوا د بلخ د امنیت امر،د نامسووله وسلهوالو شتون د امنیت لپاره یوه ستره ننګونه بولي وايي چې دا کسان په سیاسي ګوندونو او د خلکو په استازو پولې اړوند دي.
جنرال عبدالرزاق قادري په دې اړه وویل:«په مزار شریف کې د نامسووله وسلهوالو کسانو شتون چې د امنیتي ځواکونو دوه برابره دي له کلونو مخکې شتون درلود.»
ښاغلي قادري زیاته کړه:«دا کسان په بېلابېلو تنظیمونو او د محترمو وکیلانو، پخوانیو جهادي قومندانانو، سوداګرو، هغه کسان چې د یوې وسلې له جواز کارټ سره څو وسلې له ځان سره ګرځوي چې دا یوه ستره ننګونه ده.»
په مزار شریف ښار کې د ناقانونه وسلهوالو په اړه اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوي دي چې د ولسمشر غني لخوا د بلخ د لیرې کړل شوي والي عطامحمد نور او ارګ نرمنځ لانجې دوام لري.