Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

داعشیان د ځنګلونو او کانونو له عوایدو د جګړې لګښت پوره کوي

داعشیان او طالبان په ننګرهار کې له ځنګلونو او کانونو څخه د جګړې د دوام لپاره د لویو مالي سرچینو په توګه ګټه اخلي.

دا څرګندونې ګلاب منګل د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضیا مسعود ته په ننګرهار کې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې حکومت باید په ټول قوت سره په طالبانو او داعېشیانو دا مالي سرچینې وچې کړي.

بلخوا ضیا مسعود ټینګار کوي چې ولسونه هم باید د داعېش د خپلو لپاره له حکومت سره لاسونه یو کړي.

د دوشنبې پر ورځ جلال آباد د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود کوربه و.

د ننګرهار والي ګلاب منګل وایي، چې په دې ولایت کې داعېشیانو او طالبانو د کانونو په کیندلو او ځنګلونو پر پریکون لاس پوری کړی چې د جګړې د دوام مهمې مالي سرچینې یې دي.

ګلاب منګل، د ننګرهار والي، وویل: «د ننګرهار په هغو سیمو کې چې کانونه ا ځنګلونه دي، ټولې نا امنه دي، طالبان او داعېشیانو په دغو سیمو کې کانونه استخراجوي او ځنګلونه پرېکوي. له دې لارې دوی لوړ عواید لري او د جګړې د دوام لویې مالي سرچینې یې دي چې باید ورباندې وچې شي.»

حاجي حضرت علي، په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی، وویل: «د حکومت له دواړه مشرانو، اشرف غني او عبدالله عبدالله څخه سخت ګیله من یو، مشرقیوالو ورته رایې ورکړې ؛خو اوس ورته هېڅ ډول توجو نه کوي او ان دا چې حقونه یې هم نه ورکوي.»

د ننګرهار په بېلابېلو ادارو کې پراخ اداري فساد او له کالونو کالونو راهیسې پر ریاستي څوکیو د مشخصو کسانو پاتې کیدل هم د حکومت کمزورۍ پورې تړل کېږي.

لعل محمد درانی، د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال، «دلته فساد اوج ته رسیدلی، د ننګرهار په ادارو کې داسې بې سواده رییسان او ولسوالان هم شته چې د زورواکو په ملاتړ په څوکیو پاتې دي او هېڅ ډول کاري ظرفیتونه نه لري.»

احمد ضیا مسعود په ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو کې د ولسمشر استازی بیا د داعش پر ځپلو ټینګار کوي او له ولسونو غواړي چې له حکومت سره دې د یادې ډلې پر ضد لاسونه یو کړي.

مسعود وویل: «داعېش بهرنۍ پدیده ده، باید وځپل شي او ولسونه هم حکومت سره یو ځای د دغه عناصرو د ختمولو لپاره اقدام وکړي. پخواني جهادي مشران دې سره منسجم شي، د دې ډلې پر ضد دې خپل ټول امکانات وکاروي.»

د ننګرهار په پینځو ولسوالیو کې داعېش پراخ فعالیتونه لري او اندېښنې شته که یې پر ضد پراخ چاڼيز عملیات ترسره نشي ؛نو دا ډله به دولت ته په لوی سرخوږي بدله شي.

شریک یي کړئ