Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره پر دېوالونو د هنر پنځونه

جګړه او سوله؛ په افغانستان کې د ډېریو هنري پنځونو سوژې دي په ځانګړې توګه به دغو ورځو کې چې د هېواد بېلابېلې برخې د جګړې شاهدې دي.

په تر ټولو تازه مورد کې د هنر سالار ډلې له افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه د ملي دفاع وزارت پر دېوالونو نقاشۍ کاږلي دي.

دغه نقاشۍ د هغو کومانډویانو په یاد کاږل شوي دي چې یوه میاشت مخکې د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته کې ووژل شول.

د هنرسالار د ډلې غړی یما فرهاد وايي:«یو کمپاین لرو چې له امنیتي ځواکونو ملاتړ دی؛ په لومړي ځل مو د کابل ښار په دېوالونو نقاشي لرله او اوس هم په دفاع وزارت کې زموږ له وسې همدا کار پوره دی چې د خپلو ځواکونو ملاتړ وکړو.»

له دې سره سم، په کندز کې هم یو شمېر هنرمندانو په دیوالونو د نقاشۍ په کښلو سره د جګړې له ښکېلو خواو غوښتي چې، جګړه نوره بس کړي او د سولې لاره غوره کړي.
 
انځورګر احمد جاوېد رنجبر وویل:«هر هېوادوال مسوولیت لري ترڅو د خپل هنر، د خپل علم، د خپل استعداد له لارې ځوانان باید کار وکړي باید موږ د ودې او پرمختګ زمینې برابرې کړو.»

پر دېوالونو د دغو ځوانانو د انځورونو کاږل د کندوز تر نورو اوسېدونکو زیات جګړه ځپلو ماشومانو ته د خوښې وړ دي.

نبیله شاوخوا یوه میاشت وړاندې له خپلې کورنۍ سره د کندوز له امام سره ولسوالۍ نه بې ځایه شوه او اوس‎مهال دوی له لسګونه نورو کورنیو سره د کندوز ښار په یوې سیمه کې اوسېږي:«دلته راغلي یوو چې زموږ ځوانانو د سولې او جګړې نقاشۍ کاږلې وې. هیله لرم چې سوله راشي او ارامي وشي.»

څو اوونۍ کېږي چې په افغانستان کې جګړه تر بل هر وخت زیاته شوې ده، خو دغه ځوانان په دې باور دي چې هر وګړی له هرې ممکنې لارې له هڅې سره په خپل زړه کې د ښه راتلونکې هیله ولري.

شریک یي کړئ