Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د سرو زرو د بازار پیکه کېدل

د کابل د زرګرانو ټولنه په پلازمېنه کې د سرو زرو د پلور له ۶۰ سلنې کمېدو خبر ورکوي.

د دغې ټولنې مسوولین وايي، په دې وروستیو میاشتو کې د سرو زرو د پلورونکو کاروبار له رکود سره مخ شوی دی.

په کابل کې د زرګرانو د ټولنې غړی محمد ذاکر وايي: «باور وکړئ چې په بازار کې پنځوس یا شپېته سلنه ځوړ راغلی دی، ځکه چې زموږ ډېری هېوادوال له هېواده وتلي دي.»

له بل لوري په کابل کې د سرو زرو یو شمېر پلورونکي وايي، په اوسنیو شرایطو کې ډېری خلک د سرو زرو د پېرلو پر ځای خپل سره زر پلوري.

زرګر فردوس وايي: «د پخوا پرتله زموږ پلور شوی دی، اوس له پلور څخه پېر ډېر دی.»

یو بل زرګر محمد ادریس وايي: «د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی، سره زر پلوري، دومره پلور نه‌شته.»

له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو سرو زرو پلور ته اړ شوي دي.

د کابل اوسېدونکی عبدالبصیر وايي: «اوس‌مهال اقتصادي شرایط ښه نه‌دي، ستونزې ډېرې شوي او خلک خپله کم او ډېر شته پلوري.»

دمګړۍ د کابل په بازارونو کې د یو ګرام ۷۵۰ مصري سرو زرو بیه ۴۴۰۰ افغانۍ ده. د ویلو ده چې هېواد ته تر ډېره سر زره له متحده عربي اماراتو راواردېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه