Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د بهرنیو فلمونو او د موسیقۍ کسټونو پر پلور بندیز

د امر بالمعروف او نعې عن المنکر ریاست په هرات ولایت کې د بهرنیو فلمونو او سریالونو او د موسیقۍ د کسټونو پر پلور بندیز لګولی دی.

د دې ادارې په وینا، د دغو غږیزو او انځوریزو توکو پلور غیر اسلامي عمل دی او له همدې امله یې پر پلور بنډیز لګولی دی.

د هرات د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رییس عزیزالرحمان مهاجر وايي:«د اسلام په خلاف شیان وو لکه بې حجابې ښځې او دا ډول شیان وو، نو دا منع شول.»

ورته مهال په هرات کې د فلمونو او کسټونو ځينې پلورونکي وايي چې د امر بالمعروف او نعې عن المنکر ادارې د دغې کړنې له امله ورته مالي زیان اوښتی دی.

د غږیزو او انځوریزو توکو پلورونکی فخرالدین جامي جلیل احمد وايي:«هغه څه چې هغوی وویل، په بشپړه توګه مو له خپلو هټیو لېرې کړل، دا چې په بشپړه توګه مو زیان وکړ، کولای شئ چې زموږ مغازه وګورئ، په بشپړه توګه مو زیان کړی، زموږ ټوله پاڼګه له منځه تللې ده.»

د هرات د غږیزو او انځوریزو توکو بل پلورونکي حنیف هم وویل:«زموږ اویا، اتیا سلنه پانګه له منځه ولاړه تاسې یې وینئ، زموږ دهټیو دروازې او دېوالونه وینئ. زموږ ټوله پانګه خلاصه شوه، موږ ته یوازې یو پایه کمپيوټر پاتې دی.»

د بهرنیو فلمونو، سریالانو او موسیقۍ کسټونو د راټولولو وروسته، اوس په دې بازار کې یوازې اسلامي سي ډي ګانې او کسټې پلورل کېږي.

د ځینو پلورونکو په وینا، د پلور کچه یې تر ۹۰ سلنې راټیټه شوې ده.

د هرات د غږیزو او انځوریزو وسایلو د پلورونکو ټولنې مسوول وکیل احمد صافی څرګندوي:«موږ نه جبران کېدونکی زیان او تاوان کړی دی. ځکه هره هټۍ چې تاسې وینئ، څه باندې یو لک، پنځه لکه، شپږ لکه، موږ په خپله په دغې هټۍ کې څه باندې شږ لکه پانګه لرله.»

د هرات د غږیزو او انځوریزو وسایلو د پلورونکو ټولنې د شمېرو پر بنسټ، په دغه ولایت کې څه باندې ۲۰۰ هټۍ فلمونه، بېلابېلې سي ډي ګانې او د موسیقۍ کسټې پلوري. د دې ټولنې په وینا، د فلمونو او کسټو له راټولېدو سره، پلورونکو ته څه باندې ۳۰ مېلیونه افغانۍ تاوان رسېدلی دی.

په هرات کې د فلمونو او کسټونو ځينې پلورونکي وايي چې د امر بالمعروف او نعې عن المنکر ادارې د دغې کړنې له امله ورته مالي زیان اوښتی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه