Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرانسپورټ وزارت: د هوايي چلند خدماتو د معیاري کولو لپاره هڅې کېږي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ادارې د کام‌ایر هوايي چلند شرکت د شلمې کلیزې په لمانځغونډه کې وايي چې دغه وزارت هڅه کوي چې په افغانستان کې د هوايي چلند چوپړتیاوې په نړۍوالو معیارونو برابرې کړي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند، د هوايي چلند مرستیال غلام جیلاني وفا وايي:«د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې نه یوازې کام‌ایر بلکې د افغانستان د نړۍوال هوايي ډګرونه او د اریانا له هوايي چلند شرکت سره مستقیم کار وکړي، چې میعارونه لوړ کړو.»
  
له دې سره هم‌مهاله د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې تر بل هره وخته په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ودې لپاره زمینه برابره ده او سرپرست حکومت له خصوصي سکټوره ملاتړ کوي.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي:«زه د کام‌ایر شل کلن کېدو په تړاو مبارکي وایم، الله(ج) دې دوی ته نور هم توفیق ورکړي چې په هوايي برخو کې نور مثبت ګامونه هم پورته کړي او موږ له دوی خوشحاله یوو چې دوی په منظمه توګه خپلې دندې ترسره کړي او الله دې اریانا شرکت ته هم توفیق ورکړي چې په سیمه توګه فعالیت وکړي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري هم څرګندوي:«له نړۍوالې تولنې زموږ هیله دا ده چې ژر تر ژره دغه محدودیتونه او بندیزونه لېرې کړل شي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جناب ستانکزي صاجب نغوته وکړه چې د اسلامي امارت ستر سیاست له نړۍوالې ټولنې سره جوړونکی تعامل دی.»

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه له خوسته چین ته د جلغوزو د لېږد لپاره د هوايي الوتنو د پېل غوښتونکی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند وویل:«سږ کال باید لومړنۍ الوتنه له خوست څخه پېل کړو، چې خوست د جلغوزو یو ځای دی او زموږ ټولې جلغوزې له خوست څخه وي خلک او موږ په تمه یوو چې په دې برخه کې له موږ سره همکاري وشي.» 

د کام‌ایر هوايي چلند شرکت اجرايي رییس جاهد غظیمي وايي:«هر وخت چې د خوست په هوايي دګر کې شرایط برابر شي، ان‌شاالله د هغه ډګر د خوندي ټکو په پام کې نیولو سره موږ خپل یو پلاوی استولی چې الوتنې وشي ولې نه‌، په دې کې یوه مطالعه کوو، که وکړای شو له خوست څخه چین ته مستقیمه الوتنه ولرو.»

د کام‌ایر هوايي شرکت په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې په افغانستان کې په فعالیت پېل وکړ او د څو کلونو په تېرېدو سره خپلې الوتنې یې ولایتونو، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته پېل کړې.

خو د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته، د هوايي چلند دغه شرکت په دوو ولایتونو هرات او مزارشریف او همدارنګه بهرنیو الوتنو کې هم څو معدودو هېوادونو ته منظمې الوتنې لري. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه