د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د یوازیني ښوونځي د جوړولو چارې په خټين ډول د سیمې د خلکو له خوا پېل شوې دي.
د دې سیمې اوسېدونکي وایي، د ښوونځي نشتون له امله یې، نسلونه نسلونه له زدهکړو محروم پاتې دي او په خبره یې، که ښوونځي ورته جوړ نهشي، راتلونکي نسلونه به یې هم له ورته برخلیک سره مخ شي.
د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد قادر طلوعنیوز ته وايي:«الله پاک موږ ته ډېر بچیان راکړي دي؛ خو ټول بې سواده دي. دلته ټول له زدهکړو پاتې دي ځکه ښوونځی نشته.»
د ناوې ولسوالۍ بل اوسېدونکی محمدرحيم امين هم وايي:«دلته څوارلس ښوونځي لرو چې ټول غیرفعال دي. تراوسه زموږ یوه ماشوم هم حتا الف بې نه دي لوستي. ټول نالوستي لوی شوي.»
د ناوې ولسوالۍ ځينې نور اوسېدونکي، له دې امله چې نسلونه نسلونه یې له زدهکړو محروم پاتې دي، سخت اندېښمن دي او له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي، څو راتلونکي نسلونه یې له زدهکړو محروم نهشي.
د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی دلاور ترکی څرګندوي:«موږ دلته له تعلیمه لېرې پاتې یوو، دغې ولسوالۍ ته د زدهکړو په برخه کې د خدمت په پار حتا یو کس هم نهدی راغلی.»
په همدې حال، د غزني والي هم په ناوه ولسوالۍ کې د ښوونځیو ستونزه مني او په خبره یې، د دې ستونزې د هواري په موخه یې یو لړ ګامونه اوچت کړي او هڅه کوي، چې راتلونکي کې دغې ولسوالۍ ته د زدهکړو په برخه کې ځانګړی پام وکړي.
د غزني والي محمد امين عمري وايي:«د پوهنې رییس د ښوونځیو او مدرسو په هکله پاملرنه کړې او په راتلوونکي کې هم پلان لرو هغه ستونزې چې شتون لري تر خپلې وسې حل کړو.»
غزني ولایت د ۱۸ ولسوالیو په لرو سره یو له هغو ولایتونو دی چې په تېرو شلو کلونو کې، د هغه ډېری برخې د شدیدو جګړو شاهد وو چې د هغوی د اوسېدونکو په وینا له ښوونیزو، روغتیايي خدمتونو او د پراختیايي پروژو له عملي کېدو بې برخې پاتې دي.
په دې اړه مو اندونه