ارګ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینېرلي اوغلو نن (سېشنبې، د سلواغې پر ۱۷مه) د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.
په دغې خبرپاڼه کې د ښاغلي اوغلو له خولې راغلي چې هېڅوک د اسلامي امارت د نسکورېدو په هڅه کې نهدي، بلکې ټول غواړي چې اسلامي امارت له نړۍوالې ټولنې سره یوځای شي.
فریدون سینېرلي اوغلو همدارنګه له خوشبینۍ سره ویلي چې د اروپايي هېوادونو او امریکا په ګډون نړۍواله ټولنه له اسلامي امارت سره د اړیکو د رامنځه کېدو او همکارۍ غوښتونکي دي؛ خو ځينې قوانین هم شته چې اړتیا ده اسلامي امارت هغو ته ژمن پاتې شي.
د ارګ د خبرپانې پر بنسټ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي همغږي کوونکي هیله څرګنده کړې چې د دوحې له غونډې وروسته، د اسلامي امارت او نړۍ د هېوادونو په اړیکو کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.
هغه په دغې لیدنه کې په نږدې راتلوونکي کې د افغانستان په هکله د نړۍوال بانک د غونډې له جوړېدو هم خبر ورکړی دی. د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، ټاکل شوې چې په دغې غونډه کې د بانکي بندیزونو د لېرې کولو او په افغانستان کې د نړۍوال بانک د پروژو د بیا پېل په هکله خبرې اترې وشي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغې لیدنه کې څرګنده کړې چې د یوناما په شتون کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ګومارنې ته هېڅ اړتیا نهلیدل کېږي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې اسلامي امارت له نړۍ سره د نېکو اړیکو غوښتونکی دی او د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت د استازي پر ګډون خبرې اترې روانې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي همغږي کوونکي تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره هم په لیده کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ګومارنې په هکله خبرې اترې کړې وې.
په دې اړه مو اندونه