Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې غونډې په څنډه کې؛ افغانستان د هېوادونو د استازو د خبرو اترو چورلیز

د افغانستان لپاره د ځینو هېوادونو ځانګړو استازو د دوحې ناستې په څنډه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو لیدنې او خبرې کړې دي.

د پاکستان، ایران، ترکیې، ازبیکستان، ناروې، اروپايي ټولنې، برېټانیا، روسیې، سویس او چین هېوادونو استازو په خپل‌منځي لیدنو کې د بېلابېلو له هغې ډلې د افغانستان وضعیت، سیمه‌ییزو همکاریو پر څرنګوالي، ټولیز امنیت او په افغانستان کې د ټیکاو په تړاو له یو بل سره خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګري استازي او سفیر حسن کاظمي قمي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دوحې ناستې په څنډه کې یې د افغانستان لپاره د برېټانیا، پاکستان، ایران، سویس او روسیې له ځانګړو استازو سره د افغانانو د ګډو هوکړو او د هغه بهیر په اړه خبرې وکړې چې د امنیت او ثبات ترڅنګ د خلکو هوساینه تضمینوي.

حسن کاظمي قمي دغه راز د خپلو لیدنو په دوام په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له رییس سهیل شاهین سره لیدنه وکړه او د ایران د ډیپلوماسۍ له تګلارې لرې یې د افغانستان له ټولو برخو سره په ښه ګاونډیتوب او دفاع ټینګار وکړ.

د نړۍوالو اړیکو شنوونکی محمد سنګر امیرزاده په دې هکله وايي:«اړتیا ده چې موږ د سیمې او له خپلو ګاوڼدیو هېوادونو او له نړۍوالو بنسټونو په ځانګړې توګه له اروپايي او امریکايي هېوادونو سره ځانونه نږدې کړو، دا زموږ په خیر ده.» 

د سیاسي چارو شنونکی شاکر حیات طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«په نړۍواله کچه نړۍوال پروګرامونه په دوه پړاوونو کې ترسره کېږي، لومړی پړاو حاشیه‌يي غونډې دي چې د مشخصې اجنډا، غړو او  د اصولو د چوکاټ د تعیین په منظور پرېکړه نیول کېږي.»

د سیمې هېوادونو استازو په خپلو لیدنو کې دغه راز ټینګار کړی چې له افغانانو سره مرسته باید د سیمه‌ییزو اړیکو یرغمل ونه‌بلل شي.

ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت ویلي چې نوموړي د دوحې په دویمه ناسته کې ګډون نه‌دی کړی.

ښاغلي بنټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي هیله من دی چې دغه ناسته د کلیدي اړخونو تر منځ د معني لرونکو او ټول‌ګډونه خبرو اترو لامل شي چې په‌کې د بشري حقونو، په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو په اړه بحثونو ته لومړیتوب ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې ناسته د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک تر تصویب وروسته جوړه شوې ده. د امنیت شورا په پرېکړه‌لیک کې د یاد سازمان سرمنشي له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا ادغام په موخه د نوي ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه