Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: داعش پر ډپيلوماټیکو استازولیو د برید وس نه‌لري

اسلامي امارت، د داعش د خراسان څانګې له لوري په افغانستان کې د چین، هند او ایران پر سفارتونو د برید د ګواښ په تړاو د نیویارک ټایمز د راپور له خپرېدو وروسته وايي چې داعش په شدت سره د اسلامي امارت د ځواکونو تر څار لاندې دي او دغه ډله په هېواد کې پر ډپيلوماټيکو استازولیو د برید وس نه‌لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې د ډیپلوماتیکو فعالیتونو د کمولو په موخه د ځينو هېوادونو له لوري د اندېښنو رامنځته کول ناکام شوي دي.

ښاغلي مجاهد وویل:«داعش په افغانستان کې په شدت سره د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې دي. یعنې تعقیبوي یې او په شدت سره یې فعالیتونو ته متوجه یو. ان‌شاالله چې هغوی دومره وس نه‌لري چې په ډپيلوماټيکو ځایو کې کوم برید وکړي؛ ځکه ډپيلوماټيک ځایونه تر ځانګړي امنیت لاندې دي او هلته ځانګړي ځواکونه ګومارل شوي.» 

په مسکو کې د کنسرټ پر تالار د داعش له خونړي برید وروسته، نیویارک ټایمز په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې دغې ډلې اوس په افغانستان کې د چین، هند او ایران پر سفارتونو د بریدونو ګواښ کړی دی. په راپور کې دغه راز ویل شوي، چې په داعش پورې تړلې ډله چې امریکايي چارواکي وايي، په مسکو کې یې په خونړي برید کې لاس درلود، یوه له هغو وروستیو مخالفو ډله ده، چې په افغانسان کې د طالبانو حکومت ورسره مخ دی او په وروستیو کلونو کې یې د روسیې پر سفارت د برید په ګډون په ځلونو بریدونه کړي دي.

د نظامي چارو شنونکی محمد متین محمدخېل په دې هکله وايي:«داعش په افغانستان کې تر هغې اندازې نه دی چې ښودل کېږي؛ خو د دې تر شا ستر استخباراتي لاسونه دي او په سیمه کې تاسې پوهېږۍ چې د سیمې استخبارات هم هڅه کوي چې دوی مطرحه کړي، نو کېدای شي چې په ستر لید ورته وګوري.»

د سیاسي چارو شنونکي رشید قصب زاده هم وویل:«یوه له موخو چې امریکا یې په دغې مسئله کې مخته وړي، د روسیې ګواښل دي چې دغه وروستۍ برید هم د دې ښودونکی دی چې، امریکا غواړي د داعش له لارې په دې سیمه کې روسیه وګواښي او روسیې ته ځينې سرخوږي رامنځته کړي په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا په پولو کې.»

دا په داسې حال کې ده، چې داعش په کندهار کې د کابل بانک پر دفتر د برید پړه هم پر غاړه اخیستې، چې د رسمي شمېرو له مخې درې تنه په‌کې وژل شوي او دولس نور ټپیان دي؛ خو ځینو سرچینو په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې شمېر تر دې زیات بللی دی. 
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه