Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: د ا.ا د ۲۴ چارواکو نومونه لاهم په تور نوملړ کې دي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي چې د اسلامي امارت د ۲۴ چارواکو نومونه لاهم د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په تور نوملړ کې دي.

د اسلامي امارت ویاند یوځل بیا د ملګرو ملتونو سازمان له امنیت شورا او اروپايي ټولنې له تور نوملړ څخه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې ده.
 
پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو د څه باندې دوه نیمو کالونو له تېرېدو سره، نه یوازې دا چې د اسلامي امارت د چارواکو نومونه د ملګرو ملتونو له تور نوملړه نه‌دي ایستل شوي، بلکې ډېر شوي هم دي.
 
ذبیح‌الله مجاهد په دې هکله وویل:«څه باندې شل تنه په تور نوملړ کې شامل دي چې درې یا څلور تنه یې زیات کړي او په ټول کې ۲۴ تنه دي چې دا یو ښه ګام نه‌دی. باید دغه نوملړ مخکې له منځه تللی وای.»

پر دې سربېره، ښاغلی مجاهد پر سلامي امارت د فشار اچولو تګلاره ګټوره نه‌ګڼي او له سرپرست حکومت سره تعامل د اوسنیو ننګونو د له منځه تلو لار ګڼي.

د اسلامي امارت ویاند څرګندوي:«دغه ممنوعیت او بندیزونو پخوا هم پایله نه‌لرله او له دې وروسته هم نتیجه نه‌ورکوي؛ نو له همدې امله هېوادونه باید پر خپل هغه دریځ چې پایله یې ترې نه‌ده اخیستې پرې ټینګار ونه‌کړي.»

د سیاسي چارو د ځینو شنونکو په اند نړۍوالې ټولنې د سرپرست حکومت د مهمو او واک لرونکو کسانو نومونه په تور نوملړ کې شامل کړي او دې مسئلې د اسلامي امارت پر بهرنیو اړیکو ډېر اغېز کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکی سید قریب‌الله سادات وايي:«بندیزونه باید لېرې شوي وای؛ د افغانستان پیسې کنګل شوې دي، تور نوملړ شتون‌ لري؛ نړۍوالو بنسټونو خپلې مرستې مشروط کړې دي چې د دې ټولو اغېز د افغانستان پر خلکو دی.»

تر دې وړاندې هم اسلامي امارت له تور نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو نه ایستل د دوحې له هوکړه‌لیکه سرغړونه ګڼلې وه.

ښاغلی مجاهد پر سلامي امارت د فشار اچولو تګلاره ګټوره نه‌ګڼي او له سرپرست حکومت سره تعامل د اوسنیو ننګونو د له منځه تلو لار ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه