د هرات د بندخونې مسوولین وایي، د لسګونو بندیانو لپاره یې د سواد زده کړې او د قران کریم د تلاوت او حفظ زمینه برابره کړې ده.
د هرات په بندخونه کې بندیان د سواد زده کړې او د قران کریم د تلاوت او حفظ له دورې وروسته فارغ شول.
دا کسان چې شمېر یې شاوخوا ۱۳۰ ته رسېږي، د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان شوي دي.
د هرات په بندخونه کې د سواد زده کړې او د قران کریم د تلاوت او حفظ دوره له څلورو میاشتو تر دوو کلونو دوام لري.
د هرات بندخونې مدیر، محمد نبي خلیل و ویل: تقریبا موږ د ۷۵ په شاوخوا کې قاري صاحبان فارغ لرو، او کابو د ۵۰ په شاوخوا کې موږ د سواد زده کړې فارغان لرو.
یو شمېر بندیان وایي، د سواد زده کړې په موده کې یې لیک او لوست زده کړی دی.
همداراز ډېری کسانو د قران کریم د تلاوت او حفظ په برخه کې زده کړې کړې دي.
یو بندي لام دستګیر و ویل: دا زندان نه دی دا یو پوهنتون دی، په اصل کې زندان پوهنتون ته وايي، که څوک د پوهنتون فیض ځینې واخلي او زندان په پوهنتون باندې بدل کړي، نو دا پوهنتون بلل کیږي.
د هرات بندخونې مسوولین وایي، دا مهال نږدې سل نور بندیان د فن او حرفې پر زده کړه بوخت دي.
همداراز د هرات بندخونې د ښځو او ماشومانو په څانګه کې د ښوونځیو، فن او حرفې کتابونه تدریس کېږي.
د هرات بندخونې د ماشومانو څانګې آمر، نعمت الله ارشاد د طلوعنیوز خبریال ته و ویل: په تعداد د ۷۸ کسانو مهجوزین لرو، چې په هغه برخه کې د ښوونځي زده کوونکي هم لرو، د پوهنې وزارت له لوري ورته ښوونکي راځي.
د هرات بندخونه مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې دوه زره بندیان په جلا- جلا برخو کې بندیان دي.
په دې اړه مو اندونه