Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مټیو مېلر: افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه د «طالبانو» په ګټه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر وایي چې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره مبارزه د «طالبانو» په ګټه ده.

ښاغلی مېلر په خبره، امریکا په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمنه ده او یو ځل بیا ټینګار کوي چې، افغانستان باید د ترهګرو په خوندي ځای بدل نه‌شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګندوي :«موږ په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد ځواب ورکولو ته خپله ژمنه ښودلې ده؛ خو موږ طالبانو ته دا هم څرګنده کړې چې په افغانستان کې دننه له ترهګرو ډلو سره مبارزه د دوی په ګټه ده.»

ورته مهال، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، اسلامي امارت د ترهګرۍ پر ضد پیاوړي ځواکونه لري او سرپرست حکومت په دې برخه کې د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا نه‌لري. نوموړی همداراز ډاډ ورکوي چې، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

ښاغلي مجاهد وویل:«له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې موږ د هېڅ لوري همکارۍ ته اړتیا نه‌لرو؛ ځکه موږ پیاوړي ځواکونه لرو او زموږ دغه ځواکونه ښې تجربې لري او اسلامي امارت د افغانستان پر ټوله خاوره بشپړ کنټرول لري.»

د سیاسي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي چې ترهګري د ټولو هېوادونو لپاره یوه ننګونه ده او پر وړاندې يې باید ګډه مبارزه وشي.

د پوځي چارو شنونکی محمد متین محمدخېل وايي:«داعش ډله د ټولې نړۍ دښمنه ده. له همدې امله باید ټول هېوادونه د ترهګرۍ پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی ظهورالله ظهیر هم څرګندوي:«داعش هغه ښکارنده ده چې، د ټولو هېوادونو پر وړاندې ننګونې رامنځته کوي. لکه چې موږ په مسکو کې ولیدل چې د ترهګرو د بریدو له امله په لسګونه تنه ووژل شول او په سلګونه نور ټپيان شول. نو ټول هېوادونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې داعش په وروستیو کلونو کې د «طالبانو، ایران، روسیې او سوریې» په څېر هېوادونو په ګډون د امریکا پر مخالفانو بریدونه کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، اسلامي امارت د ترهګرۍ پر ضد پیاوړي ځواکونه لري او سرپرست حکومت په دې برخه کې د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا نه‌لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه