Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا: بکن د سرپرست حکومت پر رسمیت پیژندنې ټينګار وکړ

په افغانستان کې د ناروې سفارت وایي د اسلامي امارت له مخالفینو ملاتړ نه کوي.

په داسې حال کې چې، ناروې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو په کابل کې د ناروې سفارت چارسمبالي د ريیس الوزراء له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، دا چې تر اوسه نړۍ افغانستان په رسمیت نه دی پیژندلی، دا د دواړو په ګټه نه ده.

په دې کتنه کې د ناروې سفارت چارسمبالي په ډاګه ویلي، هېواد یې د اسلامي امارت له مخالفینو ملاتړ نه کوي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې تړاو طلوع نیوز ته و ویل: افغانستان په دې نیت دی چې له ټولو هېوادونو سره ښې ډيپلوماټيکې اړیکې جوړې کړي. د ناروې سفیر هم دا و ویل چې د افغانستان په رسمیت نه پیژندل د هیڅ لوري په ګټه نه دي او دا ستونزه باید ډيره ژر حل شي.

د ريیس الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې ویلي، د ځينو لورو لخوا چې کله ناکله د امنیتي پېښو مسوولیت پر اسلامي امارت وراچول کیږي، له افغانستان سره هيڅ تړاو نه لري او په وینا یې دغه هېوادونه باید خپل کورني مسايل حل او خپل امنیت وساتي.

له بل لوري په کابل کې د ناروې سفیر همداراز ویلي، د اسلامي امارت له ځینو چارواکو، پخواني ولسمشر حامد کرزي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ له مسوولینو سره په جلا جلا کتنو کې د نجونو پر مخ د پاتې ښوونځيو او همداراز پوهنتونونو پر پرانېستنې ټینګار شوی دی.

په کابل کې د ناروې سفارت چارسمبالي، پاول کلومن بېکن ویلي: "د رييس الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د رييس الوزراء له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي، حامد ګیلاني، د یوناما له مسوولینو او د افغانستان د مدني ټولنې له غړو سره ښې لیدنې درلودې. په دغو کتنو کې د نوي تعلیمي کال په درشل کې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو د بېرته ستنېدنې پر ضرورت ټينګار وشو."

د چارو ځينې شنونکي د افغانستان د مسایلو په تړاو د سیمې او د نړۍ د نورو هېوادونو رغوونکی رول مهم ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکي، حمیدالله هوتک طلوع نیوز ته و ویل: ناروې بار بار په افغانستان کې د سولې له لارې ډیر ښه ښه کارونه کړي دي. او په بهر او داخل کې یې د ډیرو ښو جلسو ملاتړ کړی دی. او د افغانستان له ولس سره هم له اوږدې مودې راهیسې ډیرې ښې اړیکې لري.

د نړۍوالو چارو شنونکي، اختر محمد راسخ هم و ویل: وروسته له هغې چې طالبان واک ته رسیدلي، نړۍ له همدغه سیاسته کار اخلي، چې ختیځوال غواړي طالبانو ته نږدې شي او لویدیځوال یې مخه نیسي. د سیمې یو شمېر هېوادونه هم غواړي چې د لویدیځ پر پل پل کیږدي.

د ویلو ده چې، له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې کابل ته د یو شمېر هېوادونو د استازو تګ راتګ ډېر شوی او د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنو کې د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا او ګډو همکاریو ټينګار شوی دی.

مجاهد وویل، د ناروې سفارت چارسمبالي ټينګار وکړ چې د افغانستان په رسمیت نه پیژندل د هیڅ لوري په ګټه نه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه