Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا ویاند د پاکستان پر وړاندې د افغان خاورې له خوندیتوبه ډاډ ورکړ

اسلامي امارت له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وایي چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مسله ده.

د ذبیح الله مجاهد په وینا، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د اسلامي امارت په کم کارۍ تورنول له خپلو مسولیتونو د پاکستان تېښته ده.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، د پاکستان د دفاع وزیر دغه ډول څرګندونې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد د ناکامۍ ښکارندويي کوي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: له بده مرغه په وار وار دغه تورونه لګول شوي دي، خو موږ یې ردوو. اصلي مسأله دا ده چې افغانستان اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي، یا داسې کسان دلته وي چې خدای مه کړه، د نورو هېوادونو کې نا امني رامنځته کړي، پاکستان باید خپل امنیت ته خپله پام وکړي.

د پاکستان په بېشام سیمه کې پر چینایانو له برید دوه ورځې وروسته د دغه هېواد دفاع وزیر ادعا کړې چې، په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو سرچینه د افغانستان په خاوره کې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر په باور، کابل په دغې برخه کې څه کار نه دی کړی.

د پاکستان دفاع وزیر، خواجه محمد آصف ویلي: "په پاکستان کې د ترهګرۍ سرچینه په افغانستان کې ده او زموږ له هڅو سره سره کابل په دغې برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی؛ خو د ترهګرو د پټنځایونو په تړاو د معلوماتو له لرلو سره سره بیا هم په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کېږي."

د چارو ځينې شنونکي بیا پر دې باور دي چې، په پاکستان کې امنیتي پېښې په سیمه کې د آمریکا او چین د سیالیو پایله ده او افغانستان پورې هېڅ تړاو نه لري.

د سیاسي چارو شنونکي، معین ګل څمکني طلوع نیوز ته و ویل: له سیمې اخوا، فرضاً امریکا او هند تل هڅه کړې چې د سیپیک پروژې پر وړاندې خنډ وګرځي، خو د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې چې افغانستان یې تورن کړی د خواشینۍ وړ بولو ځکه افغانستان یې پوتانشیل نه لري.

د سیاسي چارو یوه بل شنونکي، سلیم پیګیر هم په دې تړاو و ویل: پاکستان غواړي، ځان د نړۍوالې ټولنې له ملامتۍ ځان وباسي، له همدې امله موږ وایو چې د ترهګرۍ ځالې په پاکستان کې وې او له هغه ځایه پر افغانستان برېدونه کېدل.

تر دې مخکې هم د پاکستان دفاع وزیر له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې خبرداری ورکړی وو، که اسلامي امارت د پاکستان د طالبانو تحریک راکابو نه کړي؛ نو د پاکستان پوځ به په راتلونکې کې هم پر افغانستان برید وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه