Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کې ۵۰۰ کسانو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري د خوراکي توکو مرسته

د محمد بن راشد ال مکتوم مرستندویه بنسټ له لوري هلمند کې پنځه سوه اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د محمد بن راشد ال مکتوم خیره بنسټ استازی وایي، هلمند کې یې پر پنځه سوه اړمنو کسانو د مرستو د وېش لړۍ پیل کړې او په خبره یې، د مرستو دا بهیر د هېواد څلورو نورو ولایتونو کې هم پیل کړي.

د محمد بن راشد ال مکتوم مرستندویه بنسټ استازي، سید احمد سیلاب و ویل: د محمد بن راشد ال مکتوم خیریه موسسې بشردوستانه مرستې لومړی له هلمنده پیل شوې چې نن ۵۰۰ کورنیو ته د نهه قلمه خواړه رسوو چې په هغه کې غوړي دي، وریجې دي، تور چای، شین چای، لوبیا ده، نخود دي او مالګه په دغه نهه قلمه جنس کې دي.

۵۵ کلن لعل محمد د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي او د اتلس کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري.

نوموړی وایي، د اقتصادي ستونزو له امله یې د خپلو اولادونو لپاره یو وخت خواړه هم نشوای برابرولی او دا چې د محمد بن راشد ال مکتوم مرستندوبه بنسټ له لوري د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړې خوښ دی.

د هلمند اوسېدونکي، لعل محمد د طلوع نیوز له خبریال سره په خبرو کې و ویل: دا پنځه کاله کیږي، چې ما د خپل کور په غوښه څکه نه ده کړې، کوم څه دې ما حلال کړي وي.

یو شمیر نور هغه اړمن کسان چي دلته د مرستي ترلاسه کولو په موخه راغلي وایي، د وزګارۍ او بې وزلۍ له امله نشي کولی د خپلو کورنیو لګښتونه او اړتیاوې پوره کړي.

دوی له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې د محمد بن راشد ال مکتوم مرستندویه بنسټ په څېر ورسره مرستې وکړي.

د هلمند اوسېدونکي، صدیق الله و ویل: بیکاري ده، کار نشته، په میاشت کې یوه ورځ کار وي، چې پر هغې زه چای را ونیسم که غله، غوړي پرې واخلم که ناروغۍ ته یې ورسوم، زه کومه خوا راونیسم.

د دغه ولایت یوه بل اوسېدونکي، فرید احمد هم و ویل: موږ مساکینو ته دا مرسته دومره ګټه کوي چې زموږ یوه میاشت یا روژه پرې اوړي. او دا کسان چې دلته راغلي او تاسې یې وینئ دا هغه کسان دي چې څوک یې د ماښام ډوډۍ لري او څوک یې نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د محمد بن راشد ال مکتوم مرستندویه بنسټ له لوري د روژې په میاشت کې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د پنځه زره اړمنو کسانو لپاره هر ماښام روژه ماتی هم برابرېږي.

د محمد بن راشد ال مکتوم خیره بنسټ استازی وایي، هلمند کې یې پر پنځه سوه اړمنو کسانو د مرستو د وېش لړۍ پیل کړې او دا بهیر به د هېواد څلورو نورو ولایتونو کې هم پیل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه