د ترکیې ولسمشر، رجبطیب اردوغان د آلمان له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د دې هېواد په کورنیو مسایلو کې دې لاسوهنه نه کوي.
ده زیاته کړې ده چې ترکیه یو خپلواکه هېواد دی او نورو هېوادونو ته په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
اردوغان په دې اړه ویلي دي:«د ترکیې حکومت به خپل قضايي سیسټم ته دوام ورکړي؛ خو که د آلمان چارواکي پرې نیوکه لري نو په آلمان کې دې ګرم بازار ورته جوړ کړي، زموږ لپاره د اندېښنې وړ خبره نه ده.»
په همدې حال کې ده وړاندې ووی چې آلماني وګړي په ترکیې کې خوندي دي او دا چې پر وړاندې یې یو شمېر محدودیتونه شته، دا راپورونه بېبنسټه دي.
ده وړاندې وویل:«د آلماني شرکتونو پر وړاندې هېڅ کوم اقدام نه دی شوی، موږ د داسې آلماني شرکتونو شاهدان یوو چې کابو سل کاله دې هېواد کې فعالیت کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ترکي رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي دي چې د دې هېواد حکومت آلمان ته د ۶۸ شرکتونو نوملړ ورکړی، او ویلي یې دي چې د ګولن خوځښت سره تړاو لري، خو اردغان دا تورونه ردوي.