د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مومند، له ملي شورا نه غواړي، چې قضیه ته یې رسېدنه وشي.
ښاغلي مومند نن ولسي جرګې او مشرانو جرګې ته خپلې عریضې وسپارلې او د ده په وینا دا کار یې ځکه وکړ، چې د قضیې څېړنه یې ونه غځېږي.
د بلخ د ولایتي شورا دغه غړي، د بلخ پر والي عطا محمد نور او د هغه پر کسانو تور لګولی، چې نیولی او ربړولی یې دی. خو د بلخ والي دا ادعا بې بنسټه او توطیه بللې ده.
آصف مومند د سه شنبې په ورځ خپلې عریضې ولسي جرګې او مشرانو جرګې ته وسپارلې.
هغه څرګنده کړه:«دلیل یې څه دی یوه میاشت کېږي چې زما دوسیه همداسې چوپه پاتې ده؟دا دې روښانه شي، چې ګناه کار څوک دی او هر چا چې ګناه کړې ده، خپل سزا وویني.»
له دې مخکې حکومت د ښاغلي مومند د جنجال چې ادعا لري د هغه او د بلخ د والي ترمنځ شوی د څیړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی وه.
د مشرانو جرګې غړی ګل احمد اعظیمي وايي:«د دغه هېواد څه عادي کس وي او که یو د ولایتي شورا یو غړی، یا یو وزیر او یا هم والي، د اساسي قانون په سمون کې حق یې دی، عدلي او قضايي بنسټونه هم مسوولیت لري چې عدالت تأمین کړي.»
د اصف مومند د ادعا له مخې یوه میاشت مخکې د عطامحمدنور کسانو نوموړی د مولاناجلال الدین محمد بلخي له هوايي ډګره له ځان سره بیولی او څو ساعته یې شکنجه کړ، خو د بلخ والي دا ادعا یوه دسیسه بولي.