Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ماین چاودنو زیاتووالی؛ یوې میاشت کې پنځه ورته چاودنې

کابل په تېرې یوې میاشت کې، پنځه ځله د ځای پر ځای شویو ماینونو او مقناطیسي ماینونو د چاودنې شاهد و چې په ډېریو دغو بریدونو کې ولسي او بې پرې وګړي په نښه شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې تېره ورځ سهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو د لېږد موتر د یوه ځای پر ځای شوي ماین ښکار شو. په دغې پېښه کې د دغه بنسټ دوه تنه کارکوونکي ووژل شول.
 
د غبرګولي په ۳۰ مه ورته چاودنې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د لیکوال او شنوونکي اسدالله ولوالجي کورنۍ غړو د لېږد موټر په نښه کړ او د هغوی د څلورو تنو ژوند یې واخیست.

له هغې مخکې - د غبرګولي په ۱۱مه - د خورشید خصوصي ټلوېزیون کارکوونکو د لېږد موټر د چاودنې ښکار شو چې د دغه ټلوېزیون یو خبریال او یو تخینکي کارکوونکی ووژل شول.

همدا ډول د غبرګولي په ۱۳مه د وزیر محمد اکبرخان جامع جومات خطیب محمد ایاز نیازی د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې ووژل شو. له هغې څو ورځې وروسته د غبرګولي په ۲۳مه د کابل ښار په کارته چهار سیمه کې د شیرشاه سوري جامع جومات کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې په پایله کې د دغه جومات د خطیب عزیزالله مفلح ووژل شو.

په دغو پېښو کې ۱۵ تنه ووژل شول او ۱۸ تنه نور ټپيان شول.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو او رسنیو رییس ذبیح الله فرهنګ وايي:«په قصدي توګه په ځانګړې توګه د بشري حقونو بنسټونه په نښه کوي او هڅه کوي چې د بشري حقونو  او د جګړې د قربانیانو غږ چوپ کړي او دولت هېڅکله د دغو بریدونو د عاملانو د پېژندلو په برخه کې عملي اقدام نه دی کړی. موږ به د داشان بریدونو د تکرار شاهد وو.»

په داسې حال کې چې افغان حکومت وایي دا بریدونه د طالبانو له لوري شوي دي؛ خو طالبانو په یوې اعلامیه کې په دغو بریدونو کې خپل لاس لرل ردوي او وایي چې پر روغتون، خاورته د سپارلو پر مراسمو، جومات او دیني عالمانو بریدونه وحشت رامنځته کوونکي دي.
    
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه وايي:«دا ډول جنایتونه د هغو کړیو له خوا په لاره اچول کېږي چې په دې وروستیو کې یې پر زېږنتون، جنازې او په جوماتونو کې د علماوو په وړاندې بریدونه کړي دي او وحشت یې رامنځته کړی دی.»

محمد نسیم احمدي د ماین پاکۍ او چاودېدونکو توکو متخصص دی. وایي چې په پلازمېنه کې وروستۍ چاودنې په لاس جوړوشویو ماینونو په واسطه شوې دي.

ښاغلی احمدي وایي چې دا ماینونه یا له لرې واټنه الوزل شوي او یا هم په مشخص وخت برابر کړای شوي دي:«په دغو مهماتو کې له ډېرو حساسو باروتو استفاده کېږي چې زیات ویجاړی لري. نه شو ویلای چې کوم باور په کوم ځای کې وو. شونې ده چې باروتونه د تنظیم او مخلوط له پلوه یې توپير ولري.»

خو دا ماینونه چېرته او د کومو کسانو له لوري جوړېږي؟
  
د ولسي جرګې پخوانی غړی داوود کلکانی وايي:«په هغو روزنیزو مرکزونو کې چې د سیمې او پاکستان استخبارات هغه چمتو کړي او هغه کسان چې روزنه ویني او مواد جوړېږي او افغانستان ته استول کېږي او ځينې کسان چې روزنه ویني، هغوی هم د افغانستان په ولایتونو کې په مسلکي توګه جوړوي.»

د سیاسي چارو شنونکی جاوېد کوهستاني وویل:«په دې وروستیو کې د ماینونو اېښودل د ترهګریزو شبکو، له هغې ډلې د داعش، په طالب او حقاني پورې د اړوند ډلو کار هم کېدای شي او د خلکو د بې وزلۍ او بې چارګۍ پر بنسټ، روږدي عناصر او هغه کسان چې د سړکونو پر سر په کثافاتو کې کار کوي، له کوچني امتیاز سره کولای شي موخې په ګوتو کړي او پرې برید وکړي.»

د کورنیو چارو وزارت په دې تړاو یوازې دومره وایي چې ترهګرې ډلې له جرمي ډلو سره په همغږۍ دا بریدونه کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په دې اړه څرګندوي:«ترهګرې ډلې چې د دغو جنایتونو عامل دي، له لویو جرمي شبکو سره یې یو همغږي رامنځته کړې، چې د دغو جرمي شبکو د کسانو له ګومارو سره هڅه کوي چې وضعیت خراب کړي.»

د ماین پاکۍ د بنسټ د شمېرو له مخې ۲۰۱۹ز کال په دویمه نیمايي کې ۴۷۷ تنه په لاس د جوړو شویو ماینونو په چاودنو کې وژل شوي دي.

دغو چاودنو په داسې حال کې زیاتوالی موندلی چې افغان حکومت او طالبان هڅه لري چې د سولې خبرې اترې پیل کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د دغو بریدونو دوام د افغانستان د سولې بهیر تر سیوري لاندې راوستلای شي.

هغه زیاتوي:«هغه کسان چې د سولې مخالف دي؛ اورونه بلوي او هڅه کوي چې دا اور پراخ شي او تل بل و اوسي. موږ د دغو پېښو پر وړاندې د بریا لپاره د اکثریت افغانانو د غوښتنې او د دایمي سولې پر لور د حرکت ملاتړ کوو؛ د داسې بهیر چې د ټولو حقونو ته په کې درناوی وشي.»

شریک یي کړئ