د غزني والي، عبدالکریم متین وايي چې داعش ډله هڅه کوي تر څو د دې ولایت له نا امنو ولسوالیو د هېواد شمال ته لاره ومومي.
ښاغلي متین تېره ورځ(شنبې، د سلواغې۹مه) ویلي چې داعشیان د ناوې او ګېلان ولسوالیو له لارې جاغوري ته ځي او له هغې لارې هڅه کوي تر څو د هېواد شمالي ولایتونو ته ولاړ شي.
د غزني ولایت دا چارواکی زیاتوي چې یاد ترهګر په ناوې ولسوالۍ کې دایمي پټنځایونه لري اړ که یې مخه ونه نیول شي نو ښایې د دې ولایت نورې برخې هم نا امنه کړي.
مخکې له دې د اجرائیه ریاست دویم مرستیال، محمدمحقق په افغانستان کې د داعش له شتون څخه اندېښنه ښودلې وه.
خو داعش د خپل فعالیت زیاتولو او د ملکي کسانو په وژلو سره کومې موخې څاري؟
له بلې خوا د هېواد ملي دفاع وزارت یوازې په ننګرهار، کُنړ او نورستان ولایتونو کې د داعش شتون تائیدوي.