Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د احمد ایشچي د پېښې په بې پرې څېړنې د امریکا ټینګار

د امریکا متحده ایالات پر جنرال دوستم د احمد ایشچي د تورنو پر بې‎پرې او جدي څېړلو ټینګار کوي او د دغې پېښې د څېړلو لپاره د حکومت له هڅو څخه ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د جنرال دوستم له‎خوا د احمد ایشچي غیر قانوني نیول او له هغه سره ناسم چلند واشنګټن یې حیران کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي وايي:« موږ د ښاغلي ایشچي له خوشې کېدو هرکلی کوو او ښکاره ده چې د هغه د ناقانونه نیول کېدو او له ایشچي سره د ولسمشر د لومړي مرستیال د ناوړه چلند په اړه له رپوټونو خواشيني شوو، موږ د څېړنو او هغې د پایلو د روښانه کېدو په تمه یوو.»

په همدې حال کې،حکومت د ملي شورا په غونډه کې لویې څارنوالۍ ته حکم کوي چې په دې اړه خپلو څېړونو ته دوام ورکړي.

یوه حکومتي سرچینه وايي چې لویې څارنوالۍ جنرال دوستم ته یو لیک استولی ترڅو پلټنو ته حاضر شي،خو لویه‎څارنوالۍ په دې اړه خبرې  ته حاضره نه‎شوه.

له بله پلوه د جوزجان او فاریاب ولایتونو یو شمېر قومي مشران د منځګړیتوب او همداراز له احمدایشچي، حکومت، د ملي شورا له غړو او سیاسي شخصیتونو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلي، دغه قومي مشران په یوه جرګه کې د جنرال دوستم او احمدایشچي ترمنځ د اختلافاتو د هواري غوښتونکي دي.

د احمد ایشچي زوی باتور ایشچي وايي:«دا موضوع حقوقي نه ده چې موږ وکولای شو چې هغه په جرګه سره حل کړو او له خلکو سره یې حل کړو.زموږ غوښتنه دا ده چې دغه پېښه د عدالي او قضايي بنسټونو له‎خوا حل شي.»

د ملي غورځنګ ګوند رییس بشیر احمد ته‎ینج وايي:«د لومړي او د منتخب مرستیال له نېمګړتیاو څخه د ډکې ادعاو سترول،له ځانه سره سیاسي لاسونه لري؛د داشان اوضاع دوام به د افغانستان د راتلونکي لپاره به له زیان څخه ډک وي.»

یوه حکومتي سرچینه وايي لویې څارنوالۍ په یوه خبرپاڼه کې له جنرال دوستم څخه غوښتي د احمدایشچي د تورونو په اړه د ځواب ویلو لپاره یا په خپله دغې ادارې ته حاضر شي او یا هم وکیل ورولېږي، د دې سرچینې په وینا د ملي امنیت شورا په ناسته کې د لویې څارنوالۍ له دغې پرېکړې هرکلی شوی دی.

شریک یي کړئ