Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان، پاکستان او آیساف درې اړخیزه غونډه پیل شوه

امنیتي چارواکو د شنبې په ورځ ویلي، چې د افغانستان، پاکستان او آیسف تر منځ درې اړخیزه غونډه نن د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې پیل شوه.

په دغه غونډه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال جوزف دنفورد، د افغانستان لوی درستیز، جنرال شیر محمد کریمي، او د پاکستان د پوځ لوی درستیز، شیر محمد کریمي د افغانستان او پاکستان د پولو په دواړو غاړو کې پر همغږۍ بحثونه ترسره کړل.

د غونډې پر مهال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان د پاکستان له نوې حکومته وغوښتل چې افغانستان ته د سولې او ثبات په راوستو کې همکاري وکړي.

خو د پاکستان د پوځ یوې سرچینې ویلي، چې تر ټولو مهم څه په دغه غونډه کې د جنرال شیر محمد کریمي ګډون مهمه موضوع وه، ځکه هغه د کابل او اسلام آباد تر منځ د ترینګلو اړیکو له امله د اپریل د میاشتې په غونډه کې له ګډون کولو ډډه کړې وه.

داسې ښکاري وروسته له هغه چې ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له نوې لومړي وزیر غوښتي چې کابل ته سفر وکړي، د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې په ښه کیدو دي.

امنیتي چارواکو د شنبې په ورځ ویلي، چې د افغانستان، پاکستان او آیسف تر منځ درې اړخیزه غونډه نن د پا

Thumbnail

امنیتي چارواکو د شنبې په ورځ ویلي، چې د افغانستان، پاکستان او آیسف تر منځ درې اړخیزه غونډه نن د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې پیل شوه.

په دغه غونډه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال جوزف دنفورد، د افغانستان لوی درستیز، جنرال شیر محمد کریمي، او د پاکستان د پوځ لوی درستیز، شیر محمد کریمي د افغانستان او پاکستان د پولو په دواړو غاړو کې پر همغږۍ بحثونه ترسره کړل.

د غونډې پر مهال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان د پاکستان له نوې حکومته وغوښتل چې افغانستان ته د سولې او ثبات په راوستو کې همکاري وکړي.

خو د پاکستان د پوځ یوې سرچینې ویلي، چې تر ټولو مهم څه په دغه غونډه کې د جنرال شیر محمد کریمي ګډون مهمه موضوع وه، ځکه هغه د کابل او اسلام آباد تر منځ د ترینګلو اړیکو له امله د اپریل د میاشتې په غونډه کې له ګډون کولو ډډه کړې وه.

داسې ښکاري وروسته له هغه چې ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له نوې لومړي وزیر غوښتي چې کابل ته سفر وکړي، د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې په ښه کیدو دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه