Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان خیریه بنسټونو ته د جاپان ۱۰ میلیونو ډالرو مرسته

د جاپان دولت په دې وروستیو کې د افغانستان یو شمېر خیریه او بشري بنسټونو ته د لسو میلیونو ډالرو مرسته کړې ده.

په همدې حال کې، په کابل کې د جاپان سفارت په خبرپاڼې کې ویلي دي چې دا مرستې به د بشري مرستو په ښه‎والي په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو لپاره ولګول شي.

همداراز ویل شوي چې له دې پیسو به سیلاب‎ځپلو، د امنيتي ګواښونو، طبیعي پېښو زیانمنو شویو او هغو کسانو سره مرسته وشي چې د ناسمې تغذیې له امله زوریږي.

ټاکل شوې ده چې د دې پيسو له ډلې ۱،۴ میلیونه ډالره یې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ ته ورکړل شي، تر څو په خپله خوښه هېواد ته د راستنو شویو کډوالو سره مرسته وکړي.

ترڅنګ به یې له یادو ۱۰ میلیونو مرسته شویو پیسو څخه په خوست او پکتیا ولایتونو کې د کډوالو انساني مسایلو کې هم ولګول شي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې کابو ۷۶۱۹۰۰ډالره به د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف ته ه م ځانګړې شي تر څو د زیانمنونکو ماشومانو سره په هره برخه کې مرسته وشي.

ټاکل شوې ده چې دوه میلیونه ډالره هم د ماین‎پاکونې په موخه د ملګرو ملتونو د ماین‎پاکۍ ادارې ته وسپارل شي.

۳،۱ میلیون ډالره یې د خوړو نړیوال سازمان ته ورکول کېږي او ۳،۱ میلیون ډالره به هم د کډوالو نړیوال بنسټ ۱۴۸۰۰ په خپله خوښه راستنو شویو نا ثبت شویو کډوالو لپاره ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې جاپان په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان په امنیت او ټولنیزو برخو کې مرستې کړې دي او د ۲۰۰۱ زیږدیز کال راهیسي یې مرستې کابو شپږ میلیارډه ډالرو ته رسېږي.
 
په همدې حال کې، په کابل کې د جاپان سفارت په خبرپاڼې کې ویلي دي چې دا مرستې به د بشري مرستو په ښه‎والي په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو لپاره ولګول شي

شریک یي کړئ