ولسمشر اشرف غني په واشنګټن کې د اسیا شورا په غونډه کې وویل چې د سوېلي اسیا په اړه د افغانستان د نوې تګلارې له اعلان سره له ترهګرۍ سره په جګړه کې د بریا لپاره د تېر مهال په پرتله ډېر باوري شوی دی.
افغان ولسمشر څرګنده کړه چې په نوې تګلاره کې د افغان ځواکونو پر ځواکمنتیا او پر پاکستان د فشار زیاتوالي ته پاملرنه شوې ده او له همدې امله د سوېلي اسیا په اړه د واشنګټن د نوې تګلارې پایلو ته هیله من دی.
هغه وویل چې په لیرو پرتو سیمو کې د امنیت د ټینګښت یو لامل د پولیسو کمزورتیا ده.
هغه زیاته کړه، کله چې طالبان یو ځای نیسي د ملي پوځ ځواکونه د هغه د بېرته نیولو توان لري، خو د پولیسو ځواکونه نهشي کولای د هغه امنیت سم ټینګ کړي.
د هېواد ولسمشر په پولیسو کې پر اصلاحاتو هم ټینګار وکړ.
همدارنګه ښاغلي غني وویل چې د پاکستان حکومت باید هڅه وکړي چې له افغان حکومت سره د دولت له دولت سره خبرې اترې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په ۷۲ غونډه کې له سیمهییزو هېوادونو څخه غواړي ترڅو د افغانستان د جګړې په اړه خپل لیدلوري بدلون کړي.
ښاغلي غني وویل چې اوس د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو یو فرصت رامنځته شوی او د افغانستان لیرې نېږدې ګاونډي د ترهګرۍ د جرړو د وچولو لپاره باید خپل لیدلوري بدل کړي.
ښاغلي غني همدارنګه په ډاګه کړه چې طالبان به د سولې له لارې بریالي نهشي. او اړتیا ده چې خپله موخه له سیاسي لارې تعقیب کړي.
هغه څرګنده کړه چې د ترهګرۍ ولې د افغانستان له پولو بهر دي.