د کندز ولایت پوځي چارواکي وايي چې د یاد ولایت امامصاحب ولسوالۍ د افغان ځواکونو چاڼېزو عملیاتو په ترڅ کې پاکه شوې ده.
د پوځ د ځانګړو ځواکونو ویاند، جاوید سلیم نن( شنبې د غبرګولي۲۰مه)وایي چې امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یاده ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو له شتونه پاکه کړې ده.
دی زیاتوي چې په دې عملیاتو کې ۸۰ طالب وسلهوال وژل شوي او یو۱۲۰ نور پيان شوي دي.
د پوځ ویاند وايي چې د امام صاحب ولسوالۍ چاڼيز عملیات په درېیو ورځيو کې ترسره شول، او په ترڅ کې یې درې تنو افغان پوځیانو هم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور یې ټپيان شوي دي.
د جاوید سلیم په خبره، په دې عملیاتو کې بهرنیو ځواکونو هم له افغان ځواکونو سره مرستې کړي دي.