Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا له نوې تګلارې د افغان حکومت هرکلی

د ولسمشر اشرف غني دفتر په یوې خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې د امریکې له نوې تګلارې څخه هرکلی شوی او ویل شوي چې دا تګلاره د افغانستان او امریکې د ستراتېژیکو همکاریو تآییدونکې ده.

په خپرپاڼه کې راغلي دي چې د امریکا د ملي امنیت شورا نوې تګلاره چې د دغه هېواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا تایید شوې، د ترهګرۍ په وړاندې د افغانستان د ګډو موخو په سمون کې جوړه شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلې ده:«د ملي امنیت او د سوېلي اسیا تګلارې په افغانستان کې د ترهګرو د ماتې او ثبات د راوستو لپاره زموږ ګډې هڅې دي. زموږ همکاري چې د امریکا د ژمنو څرګندويي کوي شرایط به برابر کړي چې د هغه پر بنسټ به جګړه پای ته ورسو او په پای کې افغانستان ته سوله راوستل شي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ په دغې خپرپاڼه کې لیکلي دي:«موږ له دې چې د دغې تګلارې موخه په سیمه کې د سولې او ټیکاو د پیاوړتیا، په ځانګړې توګه د ډيپلوماټیکو لارو پر بنسټ، له هغې هرکلی کوي.»

خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د ملي یووالي حکومت د متقابل درناوي او سیمه‎ییزو همکاریو پر بنسټ ژمن دی.

خبرپاڼه وړاندې کاږي:«موږ تل په سیمه کې د سولې او د سیمو د خلکو د اقتصادي ودې لپاره د اړیکو د زیاتوالي هڅه کړې ده او باید هغې ته دوام ورکړو. له دې امله، په سیمه کې د خپلو لیرو او نېږدې ګاونډیو همکارۍ ته باید دوام ورکړو.»

د امریکې په امنیتي تګلاره کې ډونلډ ټرمپ له پاکستان څخه غوښتي چې د هغو ترهګرو په وړاندې چې د پاکستان په خاوره کې فعالیت کوي پرېکنده معیارونو ته مخه کړي.

هغه زیاته کړه:«موږ پاکستان ته روښانه کړه چې د همکارۍ لپاره لېوالتیا لرو. د هغه ترڅنګ د هغو ترهګرو په وړاندې چې د پاکستان په خاوره کې فعالیت کوي پرېکنده ملاتړ ووینو. موږ د کال پاکستان ته ډېرې پیسې ورکوو.»

په دغې تګلاره کې د ناټو له غړو هېوادونو غوښتل شوي چې تر ۲۰۲۴ زیږدیز کاله دفاعي لګښت ته ۲ سلنه زیاتوالی ورکړي.

شریک یي کړئ