د امریکا متحده ایالاتونو د پوځ لوی درستیز، جنرال جوزف ډانفورډ ټینګار کوي چې دغه هېواد د پاکستان له مرستې پرته د افغانستان په جګړه کې نه شي بریالی کیدی.
دی زاتوي، پاکستان د اسیا په سویل کې د امریکا د نوي تګ لاره کې یو مهم عنصر دی.
دغه لوړ پوړی امریکایی جنرال وایي چې واشنګټن د داسلام اباد له مرستې پرته نه شي کولی دافغانستان په جګړه کې بریا ته ورسیږي.
دی د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغانستان کې د امریکا جګړې کړنلارې اعلان کې ځنډ د پاکستان په اړه پرېکړه ده؟ وايي:«دقیقآ چې دې کړنلاره کې له ډیلي نیولې تر تهرانه پورې سیمه شامله ده. کله چې موږ د آسیا سویل په اړه خبرې کوو نو باید چې اصلي عنصر پاکستان وي. موږ د پاکستان له همکارۍ پرته د افغانستان په جګړه کې نشو بریالي کیدی.»
اخوا د امریکا د پوځ دځانګړو عملیاتو قومندان، ټوني ټوماس څرګندوي چې د القاعدې شبکې مشر دافغانستان اوپاکستان ترمنځ سیمو کې پټ دی.
ټوماس زیاتوي:«موږ تر اوسه فکر کوو چې د القاعدې ډلې مرستیال، ایمنالظواهري د افغانستان او پاکستان پولو ته نېږدې چېرته دی.»
جنرال ډانفورډ وايي چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ځای پر ځای کېدل به لامل شي چې افغان ځواکونه په زړورتیا له ترهګرۍ سره جګړه وکړي.
دی وړاندې وايي:«کله چې په کړنلاره کې د ډېرو سرتېرو موضوع مطرح کېږي، موږ باید د جګړې په ډګر کې موکې زیاتې کړو ځکه چې له دې کار سره بریاليتوب ته موکه برابریږي. زه فکر کوم چې د ډېرو سرتېرو لیږد به افغانستان ته افغان سرتېري لا ډېر رقابتي کړي.»
د امریکا متحده ایالاتونو لوی درستیز په داسې حال کې په افغانستان کې د امریکا حګړې بریا له پاکستان څخه پرته ناممکنه بولي، چې په دې وروستیو کې دې هېواد پر پاکستان د حقاني او طالبانو ډلې ملاتړ په امله خپلې مرستې کمې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه