یو شمېر کورنۍ چې ادعا کوي د بلخ ولایت په مولانا جلالالدین هوايي ډګر کې یې د آصف مهمند نیولو پرمهال د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي، له حکومت څخه د عدالت غوښتنه کوي.
دوی د پېښې عامل د بلخ والي، عطامحمد نور بولي او غواړي چې حکومت دا پېښه په جدي ډول وڅېړي.
یوه اعتراض کوونکې مېرمن وايي:«زه عدالت غواړم، شپږ ماشومان لرم، څنګه یې سرپرستي وکړم، اشرف غني ده زموږ حق ته ورسيږي.»
بله مېرمن چې ورور یې په دې پېښه کې له لاسه ورکړی دی وايي:«ورور مي له لاسه ورکړی دی، نشم کولی چې ودریږم، د حق غوښتنې په موخه دلته راغلې یم.»
بله اعتراض کوونکې چې د عدالت غوښتنې په موخه راغلي زیاتوي:«ګناه کار او بېګناه دې مالوم شي، هر څوک وهي چې ته زما دښمن یې.»
خو د بلخ د والي ویاند، منیر فرهاد دغه غونډه د عطامحمد نور پرخلاف یوه دسیسه بولي.
نوموړی زیاتوي دا میرمنې باید د عدالت غوښتنې لپاره حکومتي او د بشري حقونو ادارو ته مراجعه وکړي نه د ولایتي شورا د یوه غړي کور ته چې په یو شمېر تړونونو کې په فساد تورن دی.
د بلخ د والي ویاند زیاتوي:«د دي قضیي تر شا سیاسي قضیه ده او کنه د بلخ ولایت مقام چمتو دی چې د بي عدالتیو پر وړاندې ودریږي او هغوی د قانون منګولو ته وسپاري.»
محمدآصف مومند د تېرې اوونۍ د سه شنبې په شپه د مولاناجلال الدین محمدبلخي په هوايي ډګر کې ونیول شو، خو دوې ورځې وروسته خوشی شو او ادعا یې وکړه چې د بلخ والي او زامنو یې په خپل کور کې له وهلو ټکولو وروسته د طارق نور په نوم د عطامحمدنور زوي یې غوږ په غاښونو پرې کړ.
دغه ادعا د بلخ د والي لخوا رد شوې ده.
له دې پيښې وروسته د ولسمشرۍ دفتر لخوا د محمداصف مومند د نیولو د څرنګوالي د څېړلو لپاره یو پلاوی مزارشریف ته ولاړ.
د لویې څارنوالۍ مرستیال چې د دغه نهه کسیز پلاوي مشري پرغاړه لري له طلوع نیوز سره د تلیفون له لارې وايي د خپلو څیړنو پایلې به د خپل کار له بشپړولو وروسته اعلان کړي.